په کابل کې د "سولې د څلور اړخیزې غونډې" په اړه هیلې

افغان حکومت تمه لري چې د سولې په اړه د سبا ورځې په څلور اړخېزه غونډه کې به چې په کابل کې جوړیږي، د سولې د خبرو د څرنګوالي په اړه بشپړ وضاحت رامنځ ته شي.

د افغان حکومت د اجرائيه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د سبا ورځې په غونډه کې دا باید واضح شي چې حکومت له چا سره او څه وخت خبرې وکړي.

افغان حکومت وايي چې د سبا ورځې په څلور اړخیزه غونډه کې چې د کابل په کوربه توب ترسره کیږي، د سولې د خبرو د پرمخ بولو په څرنګوالي خبرې کیږي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل وایي چې په دې غونډه کې به مشخصه شي چې افغان حکومت له کومو وسله والو ډلو سره څه وخت او په څه ډول سوله کوي.

ښاغلي فیصل ازادي راډيو ته وویل چې په دې غونډه کې به دا هم واضح شي چې افغان حکومت له هغو مخالفینو سره څه وکړي چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه:

"د افغانستان حکومت توقع لري چې بلاخره د دغو غونډو په پایله کې د مخالفو ډلو له مسوولو اشخاصو سره د سولې خبرې پيل شي او له دې خبرو څخه لازمه پایله چې سوله ده ترلاسه شي، په دې پروسه کې د سیمې د شریکانو ژمنې عملي شي او موږ همدا پروسه همداسې تعقیب کړو."

دا هیلې په داسې حال کې ښودل کیږي چې ټاکل شوې سبا په کابل کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزه غونډه جوړه شي.

بل لورته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سبا ورځې غونډې ته بشپړ چمتوالی نیول شوی دی.

افغان حکومت وايي، د کابل په څلور اړخېزې غونډه کې به افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی د هغه پاکستانی سیال اعزاز احمد چوهدري، د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی دینګ شیجون او د افغانسان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ریچارډ اولسن برخه واخلي.

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چاو وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي و چې د غونډې ګډونوال به د سولې د لارې په نقشې بحثونه وکړي.

د افغانستان د سولې په لومړنۍ څلور اړخیزې غونډې کې چې په اسلام اباد کې وشوه او ګډون کوونکو یې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په مستقیم خبرو ټینګار وکړ.

د افغانستان د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې هم د سولې په اړه په جوړېدونکې څلور اړخیزې غونډه بحثونه وشول.

سناتورانو ټینګار کاوه چې د سولې په خبرو کې باید د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته خاص پام وشي، د تېرو ۱۴ کلونو لاست ته راوړنې په کې خوندي شي او هم د ښځو حقونو ته په کې ځانګړې پاملرنه وشي.

د دې جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د جرګې په عمومي غونډه کې هیله څرګنده کړه چې د سولې خبرې به افغانانو په ګټه وي.

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"سبا په کابل کې څلور اړخیزه غونډه جوړیږي، موږ ورته هیله من یو، خدای دې وکړي چې دا غونډه واقعاً افغانستان ته سوله راوړي، نور افغانان د جګړې او بدو خبرو شاهدان ونه ووسو."

دا په داسې حال کې ده چې د سیاسي چارو افغان کارپوه داود مایار ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له طالبانو د سولې له خبرو وړاندې لومړی د امریکا او پاکستان موافقه ترلاسه کړي.

په څلور اړخیزه غونډه کې د افغانستان سولې ته په داسې حال کې خوشبیني او هیلې زیاتیږي چې له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې افغانستان به په راتلونکو دوو میاشتو کې د لوی بدلون شاهد اووسي.

راپور: رحمت الله افغان