"ډېر ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه اعلان شي"

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تر راتلونکو دوو ورځو پورې به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو نیټه اعلان کړي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو انتخاباتو ته د حکومت له چمتوالي وروسته اوس د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې د دوشنبې په ورځ به د دغو انتخاباتو دقیقه نېټه اعلان کړي.

د دغه کمیسیون رییس احمد یوسف نورستاني د شنبې په ورځ وویل؛ حکومت لېوالتیا لري چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اوسني غړي دا انتخابات مدیریت کړي.

ښاغلي نورستاني د ولسي جرګې له استماعیه غونډې وروسته د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل؛ د قانون له مخې دوی حق لري چې د انتخاباتو نېټه مشخصه کړي:

"موږ ویلي چې د دوشنبې په ورځ د انتخاباتو مهالویش اعلانوو او حکومت هم د دې پلوی دی چې انتخابات باید ترسره شي؛ ملت هم همدا غواړي چې انتخابات ترسره وشي؛ د ملي شورا مجلسونو هم د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه دا غوښتنه کړې چې انتخابات هرڅومره چې ژر وي باید ترسره کړي."

نوموړي وویل چې د افغانستان حکومت مسوول دی چې د انتخاباتو لګښت برابر او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په واک کې ورکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې ورستیو کې اعلان وکړ چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې به د انتخاباتي سیسټم تر اصلاح وروسته د ۱۳۹۵ کال د اوړي او مني تر منځ ترسره شي.

په عین حال کې د ولسي جرګې دویم مرستیال نذیر احمدزي هم د شنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ټينګار وکړ چې د ولسي جرګې اداري پلاوی له ولسمشر سره دې موافقې ته رسیدلی چې د غوراوي کمېټه غیر قانوني ده او اصلاحاتو ته اړتیا لري.

له بلې خوا د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل؛ څو چې د انتخاباتو نظام اصلاح نه شي؛ د انتخاباتو لپاره د هر ډول نیټې اعلانول به ارزښت ونه لري:

"ترټولو مهمه مساله د انتخاباتو د نظام اصلاح ده؛ تر هغو چې د انتخاباتو نظام په تمامه معنی اصلاح شوی نه وي؛ د انتخاباتو لپاره هرډول نېټه اعلانول پرځای او صحي کار نه دی او ارزښت نه لري، ترهغو چې اصلاحات نه وي راغلي ممکنه نه ده چې د انتخاباتو نېټه اعلان شي؛ ځکه چې اوسني کمیسیونونه قانوني مشروعیت نه لري."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي شورا د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړی.

په همدې حال کې د انتخاباتي کمېسیونونو د غړیو د غوراوي کمېټې ويلي چې د فرمان تر ردېدو وروسته دوی له قانوني خنډ سره مخامخ دي او د خپل کار د برخلیک په اړه د حکومت پرېکړې ته په تمه دي.

د انتخاباتو د څار بنسټونه هم ټینګار کوي چې د افغانستان انتخاباتي سیسټم باید اصلاح شي او د انتخاباتي کمیسیونونو د غړو د غوراوي کمېټه هم باید په جدي ډول کار وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ