پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د "جېش محمد" ډلې ګڼې مدرسې وتړلې

پاکستاني چارواکو پرون جمعه وویل چې د یوې افراطي ډلې "جېش محمد" زیاتې مدرسې یې وتړلې.

د پاکستان پولیسو روانه اوونۍ، د جېش محمد د مشر مولانا "مسعود اظهر" په ګډون، د دې ډلې یو شمېر مشران هم ونیول.

هند وايي چې دې ډلې د "پټانکوټ" د پوځي هوايي اډې په حمله کې لاس درلود.

په دې حمله کې اووه هندي عسکر او شپږ حمله کوونکي وژل شوي وو.

تر دې حملې وروسته د هند او پاکستان مذاکرې هم بندې شوې چې د جنورۍ د ۱۵مې لپاره پلان شوې وې.

د پاکستان پولیس وايي چې پرون یې پر یوه جومات او د تبلیغیانو پر یوه مرکز په عملیاتو کې هم یو شمېر مشکوک کسان نیولي دي.