په ننګرهار کې د غاصبینو د نيونې لړۍ پيل شوې

ننګرهار ته د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني وروستي سفر سره سم په دې ولایت کې د ځمکو د غاصبینو لړۍ پيل شوه.

د ننګرهار امنیه قومندان پاسوال فضل احمد شیرزاد ازادي راډيو ته وویل چې د ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د حکم پر اساس په دې ولایت کې د حاجي فاروق په ګډون یو شمېر غاصبین نيولي دي:

"د ولسمشر امر سره سم چې د شلم د جدي راغلی و او ټولو ولسونو سره وکتلو بلاخره موږ جدي اقدام کړی دی پینځه ویشت هکتاره ځمکه چې چا غصب کړې وه بیا تعميرونه پرې جوړ کړي و د هغې مشر حاجي فاروق موږ ونیوه او یو بل د بهسود ولسوالۍ مهم ملک چې هغه هم غصب کړی و دا مو ونیوه د دوی دوسیه د پولیسو د څيړنو څخه خلاصه شوې ده څارنوالی ته معرفي کوو."

نوموړی وايي، یو شمېر نور مهم غاصبین چې د کانال ځمکې يې غصب کړي هغوی هم تر نظار لاندې دي او په نیږدې وخت کې به یو شمېر نور مهم غاصبین ونیول شي:

"نورغاصبین چې مکمل د کانال ځمکه له تېرو شلو پینځه ویشتو کلونو راهیسې غصب کړې ده هغه به هم ونیول شي او ډير ژر به څارنوالی ته ورمعرفي شي."

په ورته وخت کې د جلال اباد ښار اوسیدونکي د غاصبینو په اړه د دې جدي اقدام نه خوښ دي او وايي، په ټولو برخو کې قانون ماتوونکو سره دې دا ډول جدي چلند ترسره شي:

"زما نوم عبدالله هوډ دی د ولسمشر راتګ ننګرهار ته او بیا دلته د غاصبینو په اړه جدي اقدام ددې هرکلی کوو زموږ غوښتنه داده چې د ټولو غاصبینو په اړه همداسې جدي اقدامات وشي.

خالد اماني یم د ننګرهار اوسیدونکی دا کوم اقدامات چې د غاصبینو په اړه شوي دي له دې سره د خلکو باور بیرته پر حکومت زیاتیږي او نور خلک به هم نور دې ته زړه ښه نکړي چې غصب وکړي."

له دې وړاندې پخواني ولسمشر حامدکرزي هم له غصب څخه د کانال د ځمکې د بیرته خلاصولو په خاطر حکم صادر کړی و خو پر غاصبینو تطبیق نه شو.

اوس د غاصبینو په اړه دغه جدي اقدامات داسې مهال ترسره کیږي چې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال امنيتي چارواکو ته سپآرښتنه وکړه چې د کانال د ځمکې ټول غاصبین د قانون منګولو ته وسپآري.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری