د افغانستان د بهرني سیاست اساسي کرښو مسوده برابره شوې ده

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د هېواد د بهرني سیاست اساسي کرښو مسوده برابره شوې او ډېر ژر به د تصویب لپاره ولسي جرګې ته واستول شي.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني دا خبرې د افغانستان د اساسي قانون د تصویب اونۍ د نمانځې په مناسب جوړ شوې غونډه کې وکړې.

ښاغلي رباني وویل چې د دې مسودې په ورستۍ کېدو سره به په بهرني سیاست کې د موجوده ستونزو یوه لویه برخه حل شي.

تردې وړاندې د افغانستان د ولسي جرګې غړو هم ټينګار کړی چې حکومت باید د بهرنیو هېوادونو په وړاندې خپلې کرښې مشخصې کړي.