عزیزي: د کندهار د دهلې بند په پروژه کې ۵۰ میلیونه ډالره اختلاس شوی

د کندهار والي ډاکتر همایون عزیزي وايي د دغه ولایت د دهلې بند په پروژه کې څه باندې ۵۰ میلیونه ډالره اختلاس شوی دی.

ښاغلي عزیزي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل د دهلې بند د لومړۍ برخې کار بشپړ شوی چي شاوخوا ۷۱ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی.

د عزیزي په وینا د دوی د محاسبې پر اساس د دغه بند لومړۍ تخنيکي برخه چې عمومي برج نوې دروازه، يو پاور هاوس، نوی تونل، د اوبو ۴ دروازې او د بند د عمومي دستګاه لپاره تعمير جوړ شوی، د یاد شوي مالي لګښت سره مطابقت نه لري.

د نوموړي په وینا د دوی د محاسبې پر اساس په دغې پروژه کې له ۱۵ تر ۲۰ میلیونه ډالر مصرف شوي او پیسې اختلاس شوي دي.

نوموړي ونه ویل چې دغه اختلاس چا کړی خو غوښتنه يې وکړه چي د یوه ترکي شرکت سره د دهلې بند د بیارغونې دغه قرارداد باید د یوه تخنیکي پلاوي په مرسته وڅېړل شي.