په کراچۍ د افغان سوداګرو ستونزې څه دي؟

د سوداګرۍ او صنایعو د خونو مسوولان وايي، سره له دې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اپټا د تړون وخت پای ته رسېدلی؛ خو لا هم د دواړو هېوادونو تر منځ د ټرانزیټ په برخه کې ځينې تخنیکي ستونزې شته.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې وايي؛ د کراچۍ په بندر کې موجوده ستونزې د دې لامل شوی دي؛ څو له دغه بندره د توکو انتقال شل فیصده ته را ټيټ شي.

د دغې ادارې مرستیال خان جان الکوزي آزادي راډيو ته وویل چې دا مهال د کراچۍ له بندره د توکو صادرول بند دي او دا کار تر ډېره د بندر عباس، آقینې او حیرتانو له لارې کېږي.

ښاغلي الکوزي د سې شنبې په ورځ د کراچۍ په بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې دا ډول بیان کړې:

"زموږ مال ډېر هلته ایسارېږي. په میاشتو میاشتو وخت نیسي او پر هغې ډمرج راځي. دا تخنیکي ستونزې دي چې د حل کېدو لپاره یې ناسته په کار ده."

ښاغلی الکوزی وايي، د دې ستونزې د لرې کېدو لپاره یې د سوداګرۍ وزارت او جمهوري ریاست ته پیشنهادونه هم کړي او په همدې خاطر ولسمشر د اپټا تفاهم لیک د څېړلو امر کړی دی.

د اپټا تفاهم لیک په ۲۰۱۰ کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د پنځو کلونو لپاره لاسلیک شو چې اوس یې وخت پای ته رسېدلی دی.

د دغه تفاهم لیک له مخې افغان سوداګر د کراچۍ له لارې خپل سوداګریز مالونه تر واګې او پاکستاني سوداګر د افغانستان له لارې خپل مالونه د منځنۍ آسیا هېوادونو ته یوسي.

خو اوس داسې انتقادونه او شکایتونه شته چې پاکستان تل د واګې بندر ته د افغان سوداګرو د مالونو د رسېدو پر وړاندې ستونزې جوړوي.

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ځينو اقداماتو یادونه کوي او وايي چې ډېر ژر به د ټرانزیټي ستونزو د حل لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شي.

د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي؛ د یادې کمیټې د جوړېدو پرېکړه د افغان او پاکستاني چارواکو د اقتصادي ناستې پر مهال نیول شوې ده:

"کمېټه جوړېږي چې په کال کې به څلور وارې یا په افغانستان او یا هم پاکستان کې ناسته وکړي. پر دې ږغیږو چې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې چې ستونزې پیدا کیږي؛ څرنګه هغه باید حل شي چې هم د افغانستان او هم پاکستان په ګټه وي. تخنیکي کارونه په لاره دي په ډېر نږدې وخت کې به جوړه شي."

دی همدا راز وايي چې تر راتلونکو دوو میاشتو به په کابل کې د اپټیکا شپږمه غونډه چې د اپټا تخنیکی برخه ده جوړه او د اپټا په تفاهم لیک کې به د تعدیلاتو د راوستو لپاره د حکومت د پیشنهادونو په اړه پریکړه وشي.

دا په داسي حال کې ده چې افغانستان په وروستیو کې د سوداګرۍ د نړیوال سازمان (WTO) غړیتوب تر لاسه کړ او افغان چارواکي هیله لري چې د دغه سازمان له لاري به له پاکستان سره خپلې ترانزیټي ستونزي حل کړي.