په فرانسه کې د ١٥٠ وژل شويو کسانو ياد ته د درناوي مراتب پرځاى شول

د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند په مشرۍ د تېر ميلادي کال په جريان کې په دغه هېواد کې د ١٥٠ وژل شويو کسانو ياد ته د درناوي مراتب پرځاى شول.

دغه کسان تېر کال د سخت دريځو وسلوالو له خوا په پاريس او شاو خوا سيمو کې وژل شوي دي.

فرانسوا اولاند او د پاريس ښاروال اندي دلګو دغه مراسم پرانيستل.

د شارلي ابدو خپرونې پر دفتر د بريد يو کال پوره شو دغه راز د درناوي دغه مراتب د هغو حملو قربانيانو ته هم وړاندې شول، چې په نوامبر مياشت په پاريس کې وشوې او ١٣٠ کسان يې ووژل.

د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش اړوندو سخت دريځو وسلوالو د دغو تنظيم شويو حملو مسووليت منلى دى.

تر زرو زيات کسان چې زياتره يې په دغو حملو کې د وژل شويو او ټپيانو د کورنيو غړي دي؛ نننيو مراسمو ته رابلل شوي دي.