په پکتيا کې د غازي امان الله خان د ژوند په اړه کنفرانس جوړ شو

په پکتيا کې مدني ټولنو مرکزي دفترونه او د سياسي ګوندونو څانګې ډېر وخت د شعور لوړونې پروګرامونه پلي کوي او ځوانان په دې پوهوي چې د هېواد تاريخ، ملي سرود، ملي بيرغ او ملي هويت په اړه ورته بشپړ معلومات ورکړي.

د جمعې په ورځ په پکتيا ولايت کې د ودان افغانستان ګوند ولايتي کمېټې د غازي امان الله خان د ازادۍ د مبارزې او حکومتوالۍ په اړه د خلکو د ذهنيتونو لا روښانه کولو لپاره يوه خبري ناسته وربللې وه.

په دغه خبري ناسته کې د پکتيا پوهنتون استادانو، مدني فعالانو، د سياسي ګوندونو استازو او ګڼ شمېر ځوانانو برخه اخيستې وه.

د پکتيا پوهنتون استاد پوهيالي خالد احمد حبيب د غازي امان الله خان د ژوند او مبارزې په اړه خلکو ته معلومات ورکړل او رسنيو ته يې وويل چې د ده د مبارزې په نتيجه کې افغانستان ازادي ترلاسه کړې او د نوې حکومتدارۍ بنسټ يې اېښی دی:

”غازي امان الله خان د نوي حکومت بنسټ کېښود له انګريزانو يې ازادي ترلاسه کړه او د عقيدې له مخې يې د دې وطن لپاره کار وکړ او دا تمه يې درلوده چې دا وطن د نورې نړۍ سيال شي.“

په دې غونډه کې د مدني فعالانو او ليکوالو په استازيتوب سيدالرحمن نيازي خبرې وکړې او د غازي امان الله خان د کار او فعاليتونو په اړه يې معلومات ورکړل:

”غازي امان الله د افغانستان د تاريخ يو ثابته څېره ده او دا معلومه ده چې د وطن د ابادۍ لپاره يې ډېر کار کړی دی او دا يې ثابته کړې ده چې د دې وطن د راتلونکي بنسټ يې اېښی دی؛ خپلواکي يې ترلاسه کړې او وطن ته يې تر ټولو زيات کار کړی دی.“

د پکتيا پوهنتون استاد او مدني فعال اسمعيل لاروي د دې ډول خبري ناستو او غونډو وربللو په اړه وويل چې د عامه ذهنيت روښانه کېدو لپاره په ټولو ولايتونو کې ورته پروګرامونو ته اړتيا ليدل کېږي او په خبره يې په کار دي چې عام ولس له ټولو هغو شيانو څخه خبر شي چې ملي هويت يې پرې ثابتيږي:

”د دې ډول غونډو ډېر ضرورت دی او بايد په ټولو ولايتونو کې جوړ شي؛ ځکه خلک بايد په دې وپوهيږي چې ملي بيرغ، ملي سرود، ملي نوامس او هر هغه څه چې ملي هويت پرې ثابيتيږي؛ په دې بايد خلک خبر شي او بايد همدې ته کار وکړو او د دې پروګرام په اساس به خلک ډېر څه زده کړي او د تاريخ په تياره ګوټونو به ښه پوی شي.“

دغه پروګرام په داسې حال کې جوړيږي چې ډېر خلک لا په دې ناخبره دي چې افغانستان په ۱۹۱۹ ميلادي کال د غازي امان الله خان تر مشرۍ لاندې له برتانوي ښکېلاکه ازادي واخيسته چې اوسنی افغانستان له يادې نېټې وروسته د خپلواک هېواد په نوم پېژندل کېږي او په معاصر تاريخ کې امان الله خان د ملي اتل او د خپلواکۍ د ارمانونو پوره کوونکی معرفي شوی دی.

راپور: داود تپان- پکتيا