جلالزۍ ګڼو مېرمنو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې

په کابل کې د ښځو لپاره د لیک لوست او خیاطۍ یوه مرکز مشره شکریه جلالزۍ وايي، له ماشومتوبه یې دا هیله وه چې نورو افغان مېرمنو ته د کار او فعالیت زمېنه برابره کړي.

شکریه جلالز‎ۍ هغه نجلۍ ده چې په خپل زیار او هلو ځلو یې د مېرمنو لپاره د حرفه یي زده کړو زمینه برابره کړې ده، هغو مېرمنو او نجونو ته چې نه شي کولای ښوونځې ته ولاړې شي او یا هم د خیاطۍ یا نورو لاسي صنایعو په برخه کې کار وکړي.

جلالزۍ د افغان ښځو د همغږۍ او پرمختیا ټولنې په نوم یو مرکز جوړ کړی چې مېرمنې په کې په زده کړو بوختې دي.

اغلې جلالزۍ اوس د اقتصاد پوهنځي محصله ده دا وایي، له ماشومتوبه یې دا هیله وه چې افغان مېرمنو ته په مختلفو برخو کې کار وکړي.

جلالزۍ وایي، دا مرکز به په راتلوونکې کې نورې مسلکي څانګې هم ولري.

Your browser doesn’t support HTML5

نیمه نړۍ

جوړونکې:مسعوده نیازۍ