په افغانستان کې د هندوستان يوه بله بريالۍ پروژه

نړېوالو رسنیو په افغانستان کې د روغتیايي سیسټم د اغېزمنتیا او د هندوستان د یوې کامیابې پروژې په اړه مطالب خپاره کړي.

انډپنډنټ:

له بريتانيا خپرېدونکې ورځپاڼې انډپنډنټ ليکلي چې له افغانستانه د صحي کارکوونکو تېښتې د دغه هېواد روغتيايي سيسټم اغېزمن کړى دى.

د ورځپاڼې په ليکنه کې راغلي، د امريکا متحده ايالاتو او متحدانو يې په تېرو ١٤ کلونو کې زيات تمرکز د افغانستان پر روغتيايي خدماتو او امنيتي برخې وکړ، خو د افغانستان اوسني وضعيت ته په پام سره، دغه پرمختګونه له جدي خطر سره مخامخ دي.

د ليکنې په حواله، ځکه د داعش ډلې او وسلوالو طالبانو د ګواښونو له کبله په طبي برخه کې د مرستې رسونې زيات کارکوونکي له افغانستانه په وتو دي او په دغه هېواد کې اړ کسان له جدي ستونزو سره مخامخېږي.

انډپنډنټ ورځپاڼه ليکي، په زياتو کليوالو سيمو يعنې هغو ځايونو کې چې مخکې په کې واړه او لوى روغتيايي مرکزونه وو، اوس ګواښونه د دې سبب شوي، چې له دغو سيمو طبي او روغتيايي کارکوونکي ووځي او خلک له طبي يا صحي خدماتو بې برخې شي.

ورځپاڼې په دې ليکنه کې د څو ناروغانو په خاص ډول ميندو وضعيت ته چې د زېږون لپاره روغتونونو ته ورځي اشاره کړې او ليکلي يې دي، چې ځينې ميندې څو ساعتونه پر خرو سفرونه کوي او غواړي ځانونه کوم روغتون يا روغتيايي مرکز ته ورسوي، خو کله چې روغتون ته رسېږي، هلته کوم صحي کارکوونکى نه شته چې طبي خدمات وړاندې کړي او دغه ميندې د مرګ له خطر سره مخامخېږي.

انډپنډنټ ورځپاڼه ليکي، له بلې خوا په کابل کې د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو مخې ته د خلکو اوږده کتارونه ليدل کېږي، چې غواړي ويزه ترلاسه او له افغانستانه ووځي.

په ليکنه کې راغلي، که د افغانستان امنيتي وضعيت ښه نه شي او د خلکو تېښته دغسې روانه وي، په نژدې راتلونکي کې به په دغه هېواد کې طبي خدمات ټکني شي.

سټېټسمن:

د هندوستان چاپ سټېټسمن ورځپاڼې هم د افغانستانه په اړه يوه ليکنه خپره کړې چې سرليک يې دى: په افغانستان کې د هندوستان يوه بله بريالۍ پروژه.

په ليکنه کې د سلما بند د پروژې د پرانيستنې په اړه تبصره شوې، چې په هغو کې افغانانو د هند بيرغ اوچت کړى و او د هندي فلمونو سندرې يې ويلي، له هغې جملې يما يما سندره.

په ليکنه کې راغلي چې په هرات کې سلما بند د ٣٠٠ مليونه ډالرو په لګښت د هند له خوا جوړ شوى او په ٢٠١٦م کال کې به فعاليت پيل کړي.

د دغه بند کاسه ٢٠ کيلومتره اوږده او ٣ کيلومتره يې سور يا بر دى، کولاى شي ٤٢ ميګاواټه برېښنا توليد کړي.

يوه هندي تحليلګر ورځپانې ته ويلي، د دغه بند رغونهد افغانستان بحران ته د سوله ييز حل لپاره د هند د تعهد بل مثال دى.

تحليلوونکي وايي، دغه بند کولاى شي د کابل او نوي ډيلي ترمنځ، چې تاريخي او اوږده دوستي لري، د همکارۍ يوه بله نمونه وي.

سټېټسمن ورځپاڼه زياتوي، پاکستان ته د هند د صدراعظم نريندرا مودي وروستى سفر هم ښايي د هند او افغانستان له اړيکو سره ارتباط ولري، ځکه که هند وغواړي په افغانستان کې تر دې لوى نقش ولري، نو د پاکستان دوستۍ ته هم اړتيا لري.

سټېټسمن ليکي، چې په دغسې وضعيت کې په افغانستان کې د هند پانګونه، له دې جملې د سلما بند رغونه چې د هندوستان او افغانستان د دوستۍ سرحد نوم ورکړل شوى، کولاى شي د سيمې د نورو هېوادونو ترمنځ هم د نژدېوالي زمينه برابره کړي.