نۍ:په ۲۰۱۵کې د خبریالانو په واړندې د تاوتریخوالي ۹۵ پېښې ثبت شوي

په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نۍ وايي چې ۲۰۱۵ میلادي کال د بیان د ازادۍ په وړاندې تر ټولو ستونزمن کال و.

د نۍ مشر صدیق الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په ۲۰۱۵ ميلادي کال کې لسګونو خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی او اطلاعاتو ته لاس رسی محدود شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف یې کمېسیون رامنځته کړی چې هدف یې د خبریالانو او بیان د ازادۍ خوندیتوب دی.

په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مسولین وايي چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د خبریالانو په واړندې یې د تاوتریخوالي ۹۵ پېښې ثبت کړي دي.

د دغې ادارې مشر صدیق الله توحیدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د خبریالانو د تاوتریخوالي دغه پېښې ۴۰ یې د طالبانو ۳۲ د حکومت، ۲۲ د نامعلومه کسانو او یوه د ناټو ځواکونو له خوا شوې ده.

ښاغلي توحید زیاته کړه چې د خبریالانو په وړاندې تر سره شوي تاوتریخوالي کې څلور خبریالان وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان او یا بد رد ورته ویل شوي دي.

ښاغلي توحیدي وویل:

"په ۲۰۱۵میلادي کال کې موږ د خبریالانو د قتل څلور پېښې لرلې، درې مورده مو د ټپي کېدو لرل،۲۰ پېښې د وهلو ټکولو ثبت شوي ۴۰ مورده د خبریالانو په وړاندې د توهین او سپکاوي ثبت شوي چې دا تر ټولو بد کال وو په دې خاطر بد کال وو چې موږ تر دې مخکې په دومره پراخه پیمانه د رسنیو د ګواښونو د پېښو شاهدان نه وو."

ښاغلي توحیدي زیاته کړه چې په دغه کال کې د وسله والو طالبانو له خوا ۲۴ رسنۍ ښکاره ګواښل شوي هم دي.

د نۍ ادارې مسوولینو د دې ترڅنګ وویل چې په ۲۰۱۵ میلادي کال د بل هر کال په پرتله اطلاعاتو ته لاس رسی هم ستونزمن شوی دی.

دې ادارې د افغان خبریالانو د خونديتوب په برخه کې افغان حکومت په بې تفاوتۍ تورن کړ.

ښاغلي توحیدي وویل چې د تېرو څو کلونو راپه دې خوا د وژل شوو خبریالانو ۱۶ قضیې په عدلي او قضايي ارګانونو کې تړلې پاتې دي او په اړه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي چې د ۲۰۱۵ میلادي کال امنیتي وضعیت پر ټولو اړخونو خپل تاثیر کړی چې یو یې هم مطبوعات وو.

د دغه وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت یادو پېښو ته په کتو د خبریالانوپه وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي کمېسیون رامنځته کړي.

ښاغلي حکیمي وویل:

"د رسنیو د ملاتړې ارګان په توګه به زموږ هڅه دا وي چې په راتلونکي کال کې د بیان د ازادي د ملاتړ په برخه کې اطلاعاتوته لاس رسی اسانه کړو او د ژرونالیستانو ژوند به خوندي وي."

دا لومړی ځل نه دی چې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې د خبریالانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښیې.

که څه هم وسله والو طالبانو د نی ادارې ددغه نوي راپور په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې د خبریالانو په وړاندې ددوی په نامه د تاوتریخوالي راپورنه رد کړي وو.