پر والدینو د ماشومانو حقوق

لویان وايي چې د ماشوم غټول د یوه لوی ښار ودانول دي، له همدې امله خو مور او پلار پر اولاد ډېر حق لري، خو اولادونه یې هم پر هغوی ځینې حقوق لري چې باید پر ځای شي.

د ماشومانو له حقونو څخه یو حق په ماشومتوب کې هغوی ته پوره پاملرنه ده، ترڅو د چا خبره واړه ماشومان له اور او اوبو نه وساتل شي، ښایي تاسو هم داسې کورنۍ لیدلي وي چې هغوی د خاپوړو له ماشومانو نه شکایت کوي او وایي، داسې شوخ دی چې سرې سکروټې په منګولو کې نېسي،هغوی ډېر ځله واړه ماشومان له شوخۍ نه منع کوي، وېروي یې، وهي یې، آن تر دې چې پښې او لاسونه یې تړي چې له ځای څخه پورته نه شي.

خو روانشناسان وایي چې په دې عمرکې شوخي یا خطرناکو وسایلو ته نژدې کېدل د ماشوم طبیعي تمایل دی، د چاپیریال له وسایلو سره د هغوی د شناخت دوره ده، نو که تاسو د خپلو بچیانو لاس ونیسئ هغه نه پرېږدئ چې شاوخوا توکي لمس کړي او ویې پېژني له هغه سره به مو لوی ظلم کړي وي.

ځینې ماشومان دومره شوخ وي چې کورنۍ یې له ډېر غور سره بیا هم له خطر څخه نه شي ژغورلای، د خوست اوسېدونکی رحمت الله خوستی وایي چې د ده ماشوم زوی هره ورځ زخمي وي، هغه په خپل کلي کې د یوه داسې ماشوم جنازې ته ورغلی و چې د اوبو په ډنډ کې لوېدلی او بیا مړ شوی و.

د کندز اوسېدونکې ملالۍ شیرزاد اوه ماشومان لوی کړي له هغه نه مو پوښتلي چې واړه کوچنیان معمولاً له کومو پېښو سره مخ کېږي او د دې خپل بچي له څه ډول خطر سره مخ شوي دي.؟

ملالۍ وایي چې پخوا وختونوکې د ښځو لپاره دومره اسانتیاوي نه وې لکه اوس چې دې، خو بیا به یې هم خپل بچي له هر خطر څخه ساتل، مګر اوس چې څومره سهولت زیات شوي په همغه اندازه ځینې مېرمنې هم یو څه تنبلې شوې دي، د ماشومانو ساتنه لکه څنګه چې پکار ده نه یې کوي.

قدرمنو دوستانو! ستاسو په نظر د ماشوم ساتنه یوازې د مور دنده ده که پلار هم باید تر یوه حده مرسته ورسره وکړي؟ دا پوښتنه مو د لوګر له اوسېدونکي حیات الله ستانکزي څخه کړې هغه د بچو ساتنه یوازې د مور دنده ګڼي.

محمد عارف صافی بیا د حیات الله د نظر پر خلاف وایي چې که پلار له کورڅخه بهر کار کوي مور ته هم د کور دننه ټول مسولیت ورپه غاړه وي نو ځکه ضرور ده چې د بچو په ساتنه کې دواړه مساوي برخه واخلي.

Your browser doesn’t support HTML5

کور کلی: پر والدینو د ماشومانو حقوق