راحله د خپلې لور د تحصیل لپاره پېرکي خرڅوي

په دې خپرونه کې لومړی له یوې کونډې مېرمنې سره غږېدلې یم چې د سړک په سر پېرکي یا بولاني خرڅوي او خپل ژوند پرې تېروي په دوهمه برخه کې له ښاري ټرانسپورټ سره د مېرمنو په ستونزو خبرې کوو؛ په دې برخه کې مېرمنې له کومو ستونزو سره مخ دي او اړوندې ادارې په دې اړه څه وایي؟

د پروان ولایت اوسېدونکې راحله هغه مېرمن ده چې اوس په کابل کې له خپلې یوازنۍ لور سره ژوند کوي او هڅه یې دا ده چې خپلې لور ته د زده کړو زمینه برابره کړي.

راحله هره ورځ د سړک پر غاړه بولاني خرڅوي؛ په لومړیو وختونو کې به یې بولاني په کور کې پخول بیا به یې په بازار کې ګرځول؛ خو یو کال مخکې ورته د پارلمان یوه وکیل یوه کراچې واخسته اوس د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون مخ ته ولاړه وي او پیرکي خرڅوي.

مېرمن راحله وایي لور یې یو نیم کلنه وه چې مېړه یې وفات شو لومړی یې د کابل په مرستون کې کار کاوه؛ خو کله چې له دندې ځواب شوه نو تصمیم یې ونیوه چې آزاد کار وکړي بیا یې د بولانیو کار شروع کړ.

دوهمه برخه:

د ښاري ټرانسپورټ نا منظم والي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي؛ په ځانګړې توګه مېرمنې په دې برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي؛ که یوه مېرمن د ښار له یوې برخې بلې ته سفر کوي نو مجبوره ده چې په ساعتونو ساعتونو د موترو په تم ځای کې ودریږي.

لومړی خو موتر نه پیدا کیږي او که پیدا هم شي نارینه د دې په ځای چې مېرمنو ته اجازه ورکړي چې لومړی موتر ته پورته شي برعکس لومړی دوی خېژي او کله چې موټر ته وختل نو بیا پر هغو څوکېو چې مېرمنو ته ځانګړې شوي کښیني او که کومه مېرمن غواړي په وړو موترو کې سفر وکړي؛ نو په مخکې سیټ کې باید د دوه نفرو کرایه وړکړي؛ په ژمي کې بیا دا ستونزې لا ډیریږي؛ ځکه چې ورځې لنډې او هوا ژر تیاره هر څوک هڅه کوي ژر کور ته ورسیږي.

Your browser doesn’t support HTML5

نبمه نړۍ: راحله د خپلې لور د تحصیل په خاطر پېرکي خرڅوي

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ