په فرانسه کې دوه تنه چې غوښتل یې پرپولیسو حمله وکړي نیول شوي

د فرانسې پولیسو د پاریس جنوب ته په "اورلین" نومي ښار کې د هغو دوو کسانو مخه نیولې چې پر پولیسو یې د حملې نیت درلود.

د کورنیو چارو وزیر "برنارډ کازینیوف"Bernard Cazeneuve د سې شنبې په ورځ ویلي چې دغه دواړه کسان چې یو یې۲۰ او بل ۲۴ کلن دی د فرانسې وګړي دي او اوس تر پوښتنو لاندي دي.

دی وایي، نیول شوېو کسانو په سوریې کې له یوه فرانسوي جهادي سره اړېکې درلودې او د ده په وینا تحقیقات به ښیې چې ایا د دې بریدونو د ترسره کولو امر هغه کس ورکړی وو که څنګه.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وایي، په پاریس کې د نومبر میاشتې د بریدونو راهېسي چې۱۳۰ تنه په کې ووژل شول، دا لسم برید دی چې په فرانسې کې یې مخه نیول کېږي.

له هغو بریدونو راهېسي، د فرانسې حکومت درې زره عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې یې۳۶۰ کسان په بېلابېلو سیمو کې نیولې دي.

دغه فرانسوي چارواکي زیاتوي په همدې موده کې چې بېړنی حالت اعلان شوی ۳۴۱۴ کسان د فرانسې له پولو بېرته ګرځول شوي دي او د امنیتي دلایلو له کبله هغه هېواد ته له ننوتو منع شوي دي.