۲۵ زره افغان کارګران سعودي عربستان ته استول کېږي

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې سعودي عربستان ته د افغان کارګرو د استولو بهیر وروستی شوی او په نېږدې راتلونکي کې به ۲۵ زره نور کارګر دغه هېواد ته د کار لپاره واستول شي.

د دغه وزارت ویاند علي افتخاري ازادۍ راډیو ته وویل چې دغه کارګران به د ۴۶ خصوصي شرکتونو له خوا چې له یاد وزارت سره تړون لري سعودي عربستان ته ولاړ شي.

ښاغلي افتخاري د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل چې ولسمشر اشرف غني په دې اړه د سعودي عربستان له چارواکو سره خبرې کړي او په نېږدې راتلونکي کې به افغان کارګر سعودي عربستان ته د کار لپار ولاړ شي.

ښاغلي افتخاري زیاته کړه:

"موږ د یو شمېر هېوادونو سره په دې اړه خبرې کړي، په دې برخه کې د سعودي عربستان سره زموږ خبرې وروستۍ شوي دي. ټاکل شوې ده چی له دې ډلې څخه له سعودي عربستان سره په نېږدې راتلونکي کې یو تفاهم لیک هم لاسلیک شي. د سعودي عربستان چارواکو د ولسمشر غني سره د ټیلیفوني اړیکې پر مهال د ۲۵ زره افغان کارګرو د وېزو ژمنه کړې ده."

ښاغلي افتخاري زیاته کړه چې تر دې مخکې هم دغه وزارت قطر هېواد ته د افغان کارګرانو د استولو تړون لاسلیک کړی و چې د یو شمېر ستونزو له کبله وځنډېده.

په ورته وخت کی افغان کارګران وایي چې تر دې مخکې هم څو ځلې ژمنې ورسره شوې وې چې د کار لپاره به بهرنیو هېوادونو ته واستول شي، خو تر دې دمه هغه ژمنې نه دي عملي شوي.

دوو تنو افغان کارګرانو په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې چمتو دي څو بهرنیو هېوادونو ته د کار لپاره ولاړ شي.

"وروره هر وزارت چی وي کار دې راته پیدا کړي، ځو کار کوو عربستان ته مو لېږي، هندوستان وي، جاپان وي چمتو یو او حاضر یو چی ولاړ شو."

"عربستان خو پرېږده امریکا ته چې مو هم بیایي ځو د کار او خوارۍ لپاره."

بلخوا هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي چې یو شمېر ټولنې په ډول ـ ډول پلمو له افغان کارګرانو څخه پیسې اخلي چی ګواکې په بهرنیو هېوادونو کی به کارونه ورته پیدا کړي.

د دغه وزارت په خبره دغه ټولنې له دې نه پرته چی خلګ تېر باسي او پیسې ورنه واخلي نور هېڅ رسمیت له دوی سره نه لري او که دغه ټولنې وپېژندل شي قانوني چلند به ورسره وشي.

په دی اړه د سباوون کاکړ راپور اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

۲۵زره افغان کارګر سعودي عربستان ته استول کیږي