د تدارکاتو کمېسیون د څه باندې درې میلیاردو افغانیو په ارزښت قراردادونه منظول کړل

د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېسیون د درې میلیارده او۴۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت۶۱ قراردادونه منظور کړل.

په دې اړه تېر ماښام په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ غونډه وشوه.

د غونډې برخه والو وویل چې د ملي دفاع وزارت په پنځو قراردادونو کې تر ۱۰۰ میلیونه ډېرې افغانۍ وسپمول شوې.

په قراردادونو کې د سون موادو، اعاشې او تحکیماتو ترڅنګ د دوشي- پلخمري د سړک د پروژې تمدید هم شامل دی.