پر پاکستان، تاجکستان او قرغېزستان د افغانستان د سیمه ییز انتقال اغیزې

په برېتانیه کې د نړېوالو څیړنیو سلطنتي مرکز چاتم هاوس د افغانستان په اړه یوه تحلیلي مقاله خپره کړې ده چې عنوان يې دی( پر پاکستان، تاجکستان او قرغېزستان د افغانستان د سیمه ییز انتقال اغیزې).

چاتم هاوس په دې مقاله کې لیکي:

له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل د دې هېواد د امنیت لپاره لوی خطر نه جوړوي بلکې د سیمه ییز امنیت د یوه جوړښت نشتوالي دا هېواد له ګواښ سره مخامخ کوي.

چاتم هاوس وايي، دوه سترې پروژې چې یوه د ترکمنستان د ګاز د انتقال پروژه ټاپي او بله د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا څخه جنوبي اسیا ته د بریښنا د لیږد پروژه او دوه اړخیزې سوداګري ده، له زیاتو خنډونو سره مخامخ دي.

د مقالي لیکوال وايي، له افغان طالبانو سره د پاکستان اړیکې د افغانستان د راتلونکې د ثبات لپاره یو پریکنده موضوع ده.

په مطلب کې راځي:

پاکستان تر هغې پورې سخت دریځه ډلې زغمي تر څو پورې چې دې هېواد ته يې ګواښ متوجه کړی نه وي .خو تاجکستان، قرغېزستان بیا برعکس افغانستان نه بلکې پاکستان د سخت دریځۍ سرچینه ګڼي.

د چاتم هاوس په مقاله کې وړاندې راغلي:

د مهاجرت موضوع د تاجکستان او قېرغزستان لپاره اندیښنه نه ده خو په افغانستان کې د امنیت د خرابیدو په صورت کې به د کډوالو د څپي پورته کیدل د پاکستان د ثبات لپاره ګواښ وګرځي.

هفنګټن پوسټ:

هفنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د یو شمېر هېوادونو د رول په اړه مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

ایران، روسیه او هند غواړي چې په راتلونکې په افغانستان کې رول ولوبوي.

هفنګټن پوست زیاتوي:

که متحده ایالات او ناټو له افغانستانه ووځي نو دا عملي ښکاري چې روسیه به په دې هېواد کې تمویلونکی رول ادا کړي.

ورځپاڼې په دې برخه کې له روسيي څخه د افغان حکومت د پوځي مرستو غوښتنې ته اشاره کړې ده او د نا تائید شوېو راپورونو په حواله لیکي چې مسکو تر اوسه پورې د شمال له ائتلاف سره دوه سوه میلیونه ډالره پوځي او مالي مرسته کړې ده.

د دې مقالې په یوې برخه کې له افغانستان سره د هند د مالي مرستو یادونه هم شوې ده.

هفنګټن پوسټ لیکي:

هند غوښتل چې له افغانستان سره پر پوله د تاجکستان په خاوره کې په دوو اډو کې خپل هوايي ځواک ځای پرځای کړي، خو روسيي ورسره مخالفت ښودلی دی.

ورځپاڼې په افغانستان کې د ایران د رول په اړه لیکلي چې تهران دا مهال د یو شمېر شیعه ګانو ملاتړ کوي او د یو شمېر جوماتونو، پوهنتونو او خېرېه موسسو په ګډون ځیني تلویزوني شبکې تمویلوي.

د مقالې لیکوال وايي، د افغانستان په راتلونکې کې د پاکستان رول لا روښانه نه دی .

ورځپاڼه وايي، پاکستان په ظاهره ځان د ترورېزم ضد مبارزې برخه ګڼي خو په ورته وخت کې طالبانو او د القاعده شبکې ملاتړو ته پر خپله خاوره پناه ورکوي او له هغوي ملاتړ کوي.

هفنګټن پوسټ په پای کې لیکي:

اوس دا سر له وخته ده چې وویل شي طالبان د افغانستان په راتلونکې کې رول نه لري خو د ورځپاڼې په باور دا وویل هم سخت دي چې ګواکې طالبان به بیا واک ته ورسیږي.