ولسمشر غني له پاکستان څخه د غوښتنو د یوه لیک ترلاسه کول رد کړل

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان له ځانګړو غوښتنو سره هغه ته یو لیک استولی دی؟ پر دې خبرې له ټینګار سره چې دغه ادعا یوه مطبوعاتي اوازه ده، هغه رد کړ.

په دغه سري لیک کې چې په حکومت کې یوې سري سرچینې ازادي راډیو ته ورکړی و، د ډیورنډ کرښې د ساتلو په اړه د افغانستان د رسنیو له دریځ څخه اندېښنه، په افغانستان کې د پاکستان پر ضد د هند له هڅو څخه مخنیوی او له پاکستاني طالبانو پلوه کسانو څخه د ملي امنیت ریاست پاکونه له افغانستان حکومت څخه د پاکستان له عمده‎وو غوښتنو څخه شمېرل کېږي.

ښاغلي غني دغه لیک ته په اشارې سره وویل، هېواد یې هېڅکله هم هغه فشارونه نه مني چې د ملي ګټو پر ضد وي.

هغه زیاته کړه:

"د ډیورنډ کرښه زما په واک کې نه ده، د خلکو په واک کې ده، د افغانستان او پاکستان خبرې اترې ګډ امنیت دی، نه دې ډیورنډ په اړه چا خبرې کړي او نه یې کوي، د افغان امنیتي ځواکونو ګومارنې د اساسي قانون او د افغانستان د ګټو پر بنسټ ترسره کېږي، په دې کې هېڅ یو ګاونډی هېواد او یا بل هېواد د لاسوهنې حق نه لري او نه کوي."

دغې سرچینې د دغه لیک یو نقل هم چې په انګرېزۍ ژبه دی ازادي راډیو ته ورکړی او وايي چې دغه لیک د پاکستان صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار د سنبلې په میاشت کې هغه مهال افغانستان ته راوړی و چې دغه هېواد د ریکا ناستې کوربه توب کاوه.

که څه هم د افغانستان حکومت د دغه لیک ترلاسه کول ردوي خو د دغې نسخې په دوام کې راغلي دي چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې امنې ځالې لري او افغانستان حکومت باید د دغې ډلې او ملا فضل الله په وړاندې جدي ګامونه پورته کړي.

د دغه لیک په یوې بلې برخه کې لیکل شوي دي چې د افغانستان په رسنیو کې د پښتونستان له موضوع څخه یادونه کېږي او د افغانستان او پاکستان تر منځ نړیوالې پولې ته د ډیورنډ کرښې نوم ورکول کېږي چې دغو مواردو د پولې مدیریت له ستونزې سره مخ کړی دی.

په ورته وخت کې ښاغلي ولسمشر د مطبوعاتو پر ازادۍ له ټینګار سره څرګنده کړه چې امنیتي ځواکونو ته هم اجازه نه ورکوي څو د افغانستان په آزادو مطبوعاتو کې لاسوهنه وکړي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"د افغانستان مطبوعات آزاد دي، زه یوازې امنیتي ځواکونو ته اجازه نه ورکوم څو د افغانستان د آزادو مطبوعاتو په کارونو کې لاسوهنه وکړي، موږ منفي لور ته په حرکت کې نه یو، خپلې ویناوې مو په حق کړي دي."

د دغه لیک جزئیات چې ادعا کېږي له اسلام اباد څخه کابل ته استول شوی او صحت یې هم لاتر اوسه نه دی تائید شوی په داسې حال کې یې په اړه څرګندونې کېږي چې د روان زېږدیز کال په پيل کې ولسمشر غني پاکستان ته یو اته ماده یې لیک واستوه.

هغه مهال افغان چارواکو وویل چې پاکستان د ولسمشر غني د دغه لیک په ځواب کې افغانستان حکومت ته د عمل خپرونه استولې ده، خو په دې اړه چې د عمل خپرونه کې څه ول څه ونه ویل شول.

د یادونې وړ ده چې تر اوسه پاکستان هم د دغه لیک په اړه چې ادعا کېږي له اسلام اباد څخه کابل ته استول شوی دی، څه نه دي ویلي.

راپور: تلاش