د کندز پر روغتون حمله کې د وژل شوو شمېر ۴۲ تنو ته ورسېد

ګڼو لوېدیځو رسنیو او ورځپاڼو په کندوز کې د امریکايي الوتکې له لوري د بې پولې ډاکټرانو د روغتون د بمبارۍ موضوع بیا راپورته کړې ده.

ګارډین:

ګارډین بریتانیايوۍ ورځپاڼې د بې پولې ډاکټرانو له قوله ویلي چې د اکتوبر میاشتې په لومړیو کې د طالبانو له لوري د کندوز ښار له نیول کېدو وروسته پر روغتون د امریکايي الوتکې د بمبارۍ له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۴۲ تنو ته لوړ شوی دی.

پخوا په دې پېښه کې د ۳۰ تنو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی و.

خو د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي چې له دوه میاشتې تحقیقاتو وروسته څرګنده شوه چې په دې پېښه کې ۴۲ تنه وژل شوي دي.

په وژل شویو کسانو کې د بې پولې ډاکترانو د ټولنې ۱۴ کارکوونکي؛ ۲۴ ناروغان او د روغتون ۴ کارکوونکي شامل دي.

له دې جلا، د بې پولې ډاکټرانو ټولنې تېره اوونۍ د امریکايي الوتکې د بمبارۍ په اړه د بې پرې څېړنو د غوښتنې لپاره د ۵ لکه ۴۷ زره تنو لاسلیکونه سپینې ماڼۍ ته وسپارل.

نیوریاک ټایمز:

د امریکا چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د بې پولې ډاکترانو د ټولنې له لوري د کندوز د روغتون د تلفاتو د تازه شمېر په اړه د معلوماتو له خپرولو وروسته په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه د فتر یا یوناما د هغې اعلامیې یادونه کړې چې د شنبې په ورځ یې د کندز د جګړې د ملکي تلفاتو په اړه خپره کړې ده.

نیویارک ټایمز د یوناما له له قوله وايي چې په سپټمبر کې د طالبانو له لوري د کندوز ښار له نیولو وروسته په دې ښار کې په څه باندې دوو اوونیو کې ۲۸۹ تنه ملکیان وژل شوي او ۵۵۹ تنه نور ژوبل شوي دي.

یوناما وايي چې اکثره ملکیان د مځکنۍ جګړې په نتیجه کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

طالبانو د سپټمبر په ۲۸ مه پر کندوز ښار برید وکړ چې د اکتوبر تر۱۳ یې دوام وکړ.