یوناما: پر کندز د طالب وسله والو د حملې پرمهال ۲۸۹ کسان وژل شوي

د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیشنرۍ راپور ښيي چې د کندز د نږدې شلو ورځو جګړې ملکي تلفات د تېرو څوارلسو کلونو د ولایتي جګړو په پرتله بې ساري او د اندیښنې وړ دي.

په دغه راپور کې چې د شنبې په ورځ خپور شو؛ راغلي چې په کندز کې د وسله والو طالبانو د حملې پر مهال ۸۴۸ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتي چې له دې ډلې ۲۸۹ کسان وژل شوي او ۵۵۹ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په وژل شوو ملکیانو کې ۴۳ میرمنې او ۲۳ ماشومان او په ټپیانو کې ۷۹ میرمنې او ۱۳۹ ماشومان شامل دي.

په راپور کې راغلي چې دغه ملکیان د ځمکنیو جګړو له امله وژل او ټپیان شوي او مسوولیت یې یوه شخص او ځانګړې ډلې ته نه متوجه کیږي؛ خو ویل شوي یوناما داسې راپورنه ترلاسه کړي چې په کندز کې طالبانو پر یوشمېر ملکیانو ډزې کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې یوناما ته داسې خبرونه هم ور رسیدلي چې په کندز کې طالبانو یوه مېرمن د خپلو دوو ماشومانو په مخکې په ډزو ووژله.

دغه راپور د ملکیانو د مرګ ژوبلې په پورته ارقامو کې د کندز ښار د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د حملې تلفات هم شامل کړي دي او په کې راغلي چې په دې حمله کې دېرش ملکیان مړه او ۳۷ نور ټپیان شول.

پر کندز ښار د طالبانو د حملې پر مهال امریکایي ځواکونو د اکتوبر پر دریمه د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون حمله وکړه چې نړېوال غبرګونونه یې راوپارول او له ابتدایي څیړنو وروسته امریکا په دې حمله کې د ښکېلو سرتېرو دندې هم وځنډولې.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما ویلي چې د دغه راپور د جوړېدو لپاره یې د روغتیایي مرکزونو له مسئولینو سربېره د کندز له ۳۲۶ اوسیدونکو سره مرکې کړي دي.

په راپور کې راغلي، له هغو کسانو سره چې مرکې شوي ۱۳۶ یې له جګړې زیانمن شوي ملکیان او تخار، بلخ او بدخشان ته له کندز څخه کډه شوې کسان هم په کې شامل دي.

وسله والو طالبانو د سپټمبر په اته ویشتمه له پرله پسې جګړو او عملیاتو وروسته کندز ښار ونیوه او د اکتوبر په ۱۳ یعنې ۱۷ ورځې وروسته یې په رسمي توګه له ښاره په شا کیدل تائید کړل.

د یوناما په راپور کې راغلي چې پر کندز ښار د وسله والو طالبانو د حملې پر مهال د دغه ښار نږدې یو نیم لک اوسیدونکي په خپلو کورنو کې پاته وو او د شدیدې جګړې له امله یې د تیښتې موقع پيدا نه کړه.

د راپور له مخې د کندز په جګړه کې ګیر شوې کورنیو بریښنا نه درلوده، د لومړنیو موادو له کمښت سره مخ شول او ځینو یې دا وس نه درلوده چې موټرو ته کرایه ورکړي او له ښاره ووځي.

د کندز د جګړې پر مهال د ملکیانو د خوندیتوب په اړه د یوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې راپور ښيي چې د کندز له جګړې څخه ۱۳ زره کورنۍ هم بیلابیلو ولایتونو ته بې ځایه شوې دي.

د غه راپور ښييی چې پر کندز د وسله والو طالبانو د حملې پرمهال ځینې بهرنۍ، شخصي او دولتي ادارې لوټ هم شوې، خو په راپور کې راغلي، دا ستونزمنه ده چې معلومه شي چې چا دغه لوټ او تالان کړی دی.

تراوسه وسله والو طالبانو د یوناما د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

افغان حکومت هم د کندز پیښې ته یو پلاوی وټاکه او د دغه پلاوي له څېړنو وروسته ولسمشر غني خپله کندز ته ولاړ او هلته یې د ملي امنیت رییس له دندې لرې او یوشمیر نور امنیتي مسئولین یې نورو ولایتونو ته تبیدل کړل.