بې پولې ډاکټرانو په کندز کې پر روغتون د بمبار په اړه د بې پرې څېړنو غوښتنه کړې

د بې پولې ډاکټرانو یوه عریضه چې ۵۴۷ زره کسانو پرې لاسلیک کړی، د چهارشنبې په ورځ سپینۍ ماڼۍ ته وړاندې کړه او په هغې کې یې په کندز کې پرخپل روغتون د امریکا د هوایي بمبار په اړه د یوې خپلواکې څېړنې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

دغه بمبار کې چې د اوکتوبر په درېیمه وشو، د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې د ۱۴ کارکوونکو په ګډون لږترلږه ۳۰ کسان ووژل شول او هم د روغتون ودانۍ ویجاړه شوه.

دا د افغانستان په شمال کې د ټپیانو د درملنې یواځینی روغتیایي مرکز و.

د امریکا متحده ایالات او ناټو د دغې پېښې په اړه څېړنه کوي او د امریکا پوځي قوماندانانو هم ویلي چې داسې ښکاري چې د دغې پېښي اصلي لامل انساني تېروتنه وه.

خو د پوځ څېړنې د دغې فرانسوي خیریه ټولنې قناعت نه دی حاصل کړی او غواړي چی په دې اړه د بشري حقونو د حقیقت موندنې نړېوال کمېسیون څېړنه وکړي.

په امریکا کې د بې پولې ډاکټرانو د ټولنې اجراییه رییس جسن کان وویل، پر یوه روغتیایي مرکز د حملې د عاملانو په اړه یواځې د دغو څېړونکو پلټنې کافي نه دي بلکې یواځې یوه بشپړه خپلواکه نړېواله اداره چې جنګي قوانین په پام کې ونېسي، د دوی اعتماد بېرته اعاده کولای شي.