بلخي: د کډوالۍ بحران حل ډېرو خبرو ته اړتیا لري

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د کډوالۍ بحران د حل په خاطر د کډوالو له کوربه هیوادونو سره زیاتو خبرو ته اړتیا ده.

بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه اروپا ته د کډوالو بې سارې څپې بېلابېل نړېوال سازمانونه اندېښمن کړي او افغان حکومت هم د دغو ستونزو د حل ډاډ ورکوي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ د کډوالۍ د ستونزو او فرصتونو په اړه یوې غونډې ته وویل چې له بېلابېلو لارو هڅې کوي؛ تر څو د کډوالو په برخه کې روانې ستونزې هوارې شي.

سید حسین عالمي بلخي وايي؛ په کار ده چې د ستونزې د حل په خاطر کوربه هېوادونه د کډوالو له اصلي هېوادونو سره زیاتو خبرو ته کښیني.

"د کډوالو مبداء هېوادونه باید د مقصد له هېوادونو سره همکاري وکړي او اړتیا د دې ده چې په دې برخه کې باید ډېرې خبرې وشي؛ تر څو وتوانیږو چې د راغلي دغه بحران مدیریت ته د حل ښې لارې پیدا کړو."

ښاغلي بلخي وايي چې جمهور رییس غني هم اروپا ته په وروستي سفر کې د افغان پناه غوښتونکو له یوشمېر کوربه هېوادونو سره اساسي خبرې کړي؛ خو د خبرو دا لړۍ باید دوام پیدا کړي.

هغه وايي چې افغان حکومت د کډوالو داسې راستنېدو ته زمینه برابروي چې په خپله خوښه وي؛ نه په زور او جبر.

د کډوالو د ژوند په اړه اندېښنې له هغې وروسته په ډېرېدو شوې چې یوشمېر اروپایي هېوادونو په ځانګړي توګه جرمني د کډوالو د منلو په اړه خپلې تګلارې سختې کړې.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ یا UNHCRوايي چې روان کال له یو نیم لکو ډېر افغانان اروپایي هېوادونو ته تللي چې دا شمېر د راستنېدونکو افغانانو د شمېر په پرتله درې برابره زیات دی.

ملګري ملتونه وايي چې د کډوالۍ بحران د حل لپاره په کار ده چې په افغانستان کې دننه په فرصتونو کار او له دغه هېواد سره دوامداره مرستې وشي.

د افغانستان لپاره د ملګر ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال مارک باوډن دغې غونډې ته وویل چې ستونزه د ډېرو لاملونو له امله پیدا شوې او باید پرې کار وشي.

"د زیاتو دلیلونو له امله کډوالي ډېره شوې هغه دا چې د افغانستان په ځينو سیمو کې ناامني ډېره شوې؛ فرهنګي او پوهنیز فرصتونه، اقتصادي محدودیتونه د پراختیایي کمکونو کمښت او مهمه دا چې سیاسي بې ثباتي د دغو کډوالیو سبب شوي.

هغه څوک چې هېواد پریږدي خپلې ځمکې او لازم فرصتونه له لاسه ورکوي او پوروړي کیږي؛ موږ له دغو ټولو ستونزو سره مخ یو؛ خو هڅه باید وشي چې دا منفي انګېزې څنګه په مثبت بحث بدلې کړو."

نوموړي په افغانانو غږ وکړ چې په هېواد کې پاتې کیدو ته لومړیتوب ورکړي او د سختو لارو او د اروپایي هېوادونو له اندېښنو ځانونه خبر کړي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو اداره په دې باور ده چې اروپا ته تلونکي پناه غوښتونکي د افغانستان یواځينې ستونزه نه ده؛ بلکې د یو میلیون په شاوخوا کې کورني بې ځایه شوي او د دوه نیم میلیونو څخه ډېر په پاکستان او ایران کې پراته افغان کډوال هم جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ