"د دفاع وزارت په تدارکاتي سیسټم کې پراخ اصلاحات رامنځته شوي"

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي؛ د دې وزارت تدارکي سیسټم د نابودۍ خواته روان نه دی؛ بلکې په دې سیسټم کې پراخ اصلاحات، د قت او شفافیت رامینځته شوی دی.

په داسې حال کې چې د ځینو کورنیو او نړېوالو ټولنو او سازمانو له خوا؛ د افغانستان د دفاع وزارت د تدارکاتي سیسټم په نه شفافیت انتقادونه کېږي؛ د دغه وزارت چارواکي وايي، د دې سیسټم په طرحو او قوانینو کې مثبت بدلونونه رامینځته شوي دي.

د دې وزارت مرستیال غلام سخي احمدزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ د دې وزارت ټول تړونونه د یو معتبر او مسوول تدارکاتي کمېسیون له خوا ارزیابي او بیا په هکله پرېکړه کېږي:

"د ملي اردو تدارکاتي سیسټم له اضمحلال او نابودۍ سره نه دی مواجه شوی؛ بلکې د ملي اردو په تدارکاتي سیسټم کې پراخ اصلاحات او شفافیت رامینځته شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د شفافیت د څار نړېوال سازمان؛ په خپل یوه راپور کې د دفاع وزارت په تدارکاتي سیسټم انتقادونه کړي او شفاف یې نه دی بللي.

د دفاع وزارت چارواکي وايي، د دې وزارت د تدارکاتو او تړونو موضوع د جمهور ريیس اشرف غني په کاري لومړیتوبونو کې ده او تر اوسه یې د دې وزارت د ځینو تړونونو د بیا کتنې حکم کړی دی.

دوی داهم وویل، د تړونونو د بیا کتنې په نتیجه کې تر اوسه شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ د دولت بودجې ته ګټه اوښتې ده.

همدارنګه د دې وزارت سر مفتش پاینده محمد ناظم وویل؛ د دې لپاره چې د وزارت تدارکاتي سیسټم شفاف اوسي؛ د وزارت د ضرورتونو لپاره د مختلفو ارګانونو نظریات اخیستل کیږي:

"د دې لپاره چې زموږ کار یو اړخیز نه وي؛ له مدني ټولنې سره هم اړیکې نیول کیږي. د څار له ګډ بورډ او همدارنګه د څار له نورو مسوولو ارګانونو سره هم اړیکې نیول کیږي."

پخوا تردې هم د ولسي جرګې ځینو غړو ویلي وو چې د د فاع وزارت په تړونونو او په تېره د تېلو او روغنیانو په تړونونو کې شفافت نشته او دا تړونونه تر ډېره ځایه د د ولت ځینو چارواکو او یا د دوی خپلوانو ته ورکول کیږي.

خو د د فاع وزارت چارواکي وايي؛ د دې پېښو مخه نیول شوې اویو کمېسيون ګمارل شوی چې د ټولو تړونونو څرنګوالی وڅېړي.

راپور: خان محمد سیند