په افغاني ټولنه کې د چلم کارونه څه ډول وه؟

په چلم دوې سکروټې خوند کا

لکه دوې بنې په سیالۍ خوله درکوینه

د ژوند په شېبو کې دا ځلپه یوه داسې فلکوریک څیز غږیږو چې زموږ په ټولنه کې یې خپل نادرست اهمیت سلګونه کاله ساتلی او د افغاني ټولنې په هره حجره کې د یوه باارزښته توک په نوم یاد شوی دی.

که څه هم دا څیز ډېرې مضرې پایلې لري، مګر بیا هم د یوه دود په شکل استعمال شوی او په پیړیو-پیړیو د افغاني ټولنې د ځوانانو او زړو نرمې شونډې یې په خپل ګرم لوګي سره تورې کړي دي.

داسې ویل کیږي چې شاوخوا ۴۰۰کاله وړاندې، تنباکو او چلم د اکبر پاچا دربار ته یوه کس راوړ او له همدغه ځایه د چلم څښلو دود او عادت سرچینه واخیسته چې په افغاني او هندي ټولنه کې اوس هم استعمالیږي.

په لومړیو کې خو چلم یوازې سردارانو کاروه، مګر ورو-ورو یې د ټولنې نورو اقشارو ته هم لېږد وکړ او د ټولنې نورو اوسیدونکو هم دا دود خپل کړ.

دا خپرونه دلته واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

ژوند په شېبو کې

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب