لا هم په نړۍ کې له ۲۱ نه تر۳۶ میليونه کسان غلامان دي

نن د غلامۍ پر وړاندې د مبارزې نړېواله ورځ ده. د فري ډي سلېوز ادارې د معلوماتو له مخې، اټکل شوې چې په ټوله نړۍ کې اوس هم له ۲۱ څخه تر ۳۶ میليونه کسان غلامان دي.

د همدې راپور له مخې، د انسانانو قاچاق وړونکي د غلامۍ له لارې له کاله يونيم سل میليارده ډالر ګټي.

د غلامۍ دغه ۷۸ فيصده قربانيان مزدور غلامان دي او ۲۲ فيصده يې جنسي غلامان دي.

۳۴ کلن اندرې د رومانيا اوسېدونکی دی. دی د ښه راتلونکي، ښې وظيفې او پيسو هيله لري او غواړي له خپلې کورنۍ سره په رومانيا کې هوسا ژوند ولري. کله چې يوه شناخته ورته وويل چې په يونان کې يو کاري فرصت شته او ورسره وړيا کور ورکول کيږي، ده دغه فرصت سمدستي ومانه. ده غوښتل رومانيا ته له ډېرو پيسو سره بيرته ستون شي.

خو حقيقت تردې ډېر بېل وو. د اندرې شناخته د يوې شبکې غړی وو چې دی او اته نور سړي يې په يونان کې د کاري فرصت په خبره غلولي وو.

د ناټ فار سېل خيريه موسسې د ويب پاڼې په وينا، کله چې اندرې او نور کسان يونان ته ورسېدل، له دوی په زوره په مځکو کې کار اخيستل کېده او ورته هيڅ ډول مجراء نه ورکول کېده.

دوی تهديدېدل او بندي ساتل کېدل. اندرې د تېښتې پلانونه جوړول او اخر دی او يو بل کس سامويل وتوانېدل چې د غلامۍ له دې ژونده وتښتي. دوی په اتن کې د رومانيا سفارت ته ورغلل او دغه سفارت وروسته له هغو مځکو اووه نور کسان وژغورل.

له هغه وروسته چې ۱۵ کاله وړاندې د انسانانو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې لپاره یوه نړېواله موافقه لاسليک شوه، د عصري غلامۍ ټکی د انسانو د قاچاق، جبري مزدوري، په پور کې بند پاتې کېدل، جنسي قاچاق، جبري ودونه او نور د غلامۍ په شان د استثمار لپاره کاريږي.

په مزدوري کې بندېدل هغه غلامي ته ويل کیږي چې يو څوک له دې کبله په مزدورۍ کې بند شي چې اخيستی پور نه شي پرې کولای او د پورورکونکي لپاره وړيا کار کوي تر څو خپل پور پرې کړي.

ډېری کسان چې خپل پور نشي پرې کولای خو پور نورو نسلونو ته انتقالیږي. جبري مزدوري له سلګونو کلونو راهيسي په جنوبي اسيا کې د کرهڼې او خښتې موږلو په برخه کې، په بټيو او کارخانو کې روانه ده.

نسلي غلامي هغه غلامي ده چې يو څوک په غلامه کورنۍ کې وزيږي.

جبري غلامي هغه ده چې خلک په زوره کار کولو ته اړ کړای شي او د کار په بدل کې ورته مجراء نه ورکول کیږي او ورسره ناوړه چلند هم کيږي.

قانوني عمر ته تر رسېدو مخکې يا جبري واده د غلامۍ هغه ډول بلل کيږي چې په کې کوچنيان، په عمومي توګه نجونې، تر ۱۸ کلنۍ مخکې د هغوی له خوښې پرته واده کړای شي او جنسي او کورنۍ غلامۍ ته اړې کړای شي.

د انساني قاچاق وړونکو له لاسه چې خلک په غلامۍ کې بنديږي، سړي، ښځې او کوچنيان د تشدد او زور له لارې د هغوی د خوښې پرته کار کولو ته اړ کيږي.

د بدن د غړيو قاچاق که څه هم د جنسي استفادې لپاره تر قاچاق زیات نه دی خو د جنايت کارانو له خوا په نړۍ کې دغه تور بازار مخ پر لويېدو دی.