"د جګړې دوام به افغانستان د افغانانو پر هدیره بدله کړي نه د ترهګرو"

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د نورو موضوعاتو ترڅنګ په پاریس کې د افغان ولسمشرمحمد اشرف غني د څرګندونو په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي ولسمشر محمد اشرف غني په پاریس کې د اقلیم د بدلون په اړه نړېوالې غونډې ته په وینا کې ویلي چې افغانستان به د ترهګرو پر هدیره بدل کړي.

د لیکوال د معلوماتو له مخې که ولسمشر هر څو ووايي چې افغانستان به د ترهګرو په هدیرې بدل کړي، خو افغانان اوس تر بل هر چا ښه پوهېږي چې د جګړې دوام افغانستان یوازې د افغانانو پر هدیره بدلوي نه د ترهګرو.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي غوره به دا وي چې افغانان د نورو په تمه د کېناستو پرځای، په خپله مټې رابډ وهي او د انعطاف له لارې په هېواد کې په خپله یوه بین الافغاني تفاهم ته زمنیه برابره او په دې ډول هېواد د هدیرې پرځای د ژوند کولو لپاره پر یوه مناسب ځای بدل کړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د ولسمشر غني څرګندونې راخیستې چې په پاریس کې ویلي د ځمکې د تودوخې په څېر ترهګري لوی افت دی چې باید د ملګرو ملتونو په مشرۍ نړېواله ټولنه سره یو شي او د دې پدېدې پر ضد ګډه مبارزه رامنځته کړي.

سرخط:

خپلواکې ورځپاڼې سرخط په خپلې سرمقالې کې د ولسمشرغني او د پاکستان د صدراعظم ملاقات ته په کتو لیکلي افغان حکومت باید د جګړې ترڅنګ د خبرو مېز د خپلو ملي ګټو د دفاع پر سنګر واړوي، له همدې ځایه د خبرو په بهير ورګډېدل د افغانانو ملي اړتیا ده.

د لیکوال په باور جګړه له انګېزې پرته او سوله په مرورتوب نه شي ترسره کېدای، زړورتیا د جنګ او د خبرو دواړو اړتیا ده.

د سرخط لیکوال افغان حکومت ته وړاندیز کوي افغانستان باید یوازې له پاکستان سره پر اړیکو او خبرو بسنه او تکیه ونه کړي، بلکې له طالبانو سره هم د خبرو او پوهاوي اړیکې ونیسي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې په خبرو کې بې زړه توب د جګړې بې زړه توب دی، که افغان حکومت د خبرو لار په بري او زړورتیا ووهله، د جګړې ګټلومزل یې هم خپله لنډه وي.

انیس:

په پای کېدولتي ورځپانې انیس په خپلې سرمقالې کې لیکلي د ازمویل شوي بیا ازمویل خطا ده.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي ولسمشرمحمد اشرف غني له مقابل لوري چې ای.اس.ای دی، باید عقلانه چلند ورکړي او د هیڅ ډول فشار تر تاثیر لاندې را نه شي.

ترتیب کوونکی: رحمت الله افغان