څنګه د هوا ککړتیا د نيپال د توريزم صنعت زیانمن کړی؟

پخوا به د سفرونو په اړه ویل کېدل چې سفرٌ سقرٌ خو اوس سفرونه هغسې نه دي، دنیا بدله شوې، سهولتونه او امکانات ډېر شوي، تنوع او ښایستونو ته توجه اکثراً سفرونه په شيرينو او خوږو خاطرو بدلوي.

زموږ همکار نورګل شفق په دې وروستیو کې نیپال ته سفر کړی و.

نيپال چې د توریزم صنعت ښه وده په کې کړې، خلک يې چاپېریال ته ډېره پاملرنه کوي، خو په دې وروستيو کې يې د توريزم صنعت د هوا د ککړتیا له کبله زیانمن شوی دی.

په دې خپرونه کې له شفق سره مرکه شوې، دی وايي چې دICIMODپه نوم د يوې ادارې له خوا چې د غرونو د ودې او ساتنې نړېواله اداره ده او د چاپېریال ساتنې په برخه کې کار کوي، دوه اوونۍ وړاندې د اتو هېوادونو افغانستان، بنګله دېش، بوټان، پاکستان، چين، ماینمار، نيپال او هندوستان ژورنالستان د چاپېریال ساتنې په ځانګړي ډول د هوا د ککړتیا په برخه کې یوه روزنيز ورکشاپ ته وربلل شوي وو چې ده په کې د دوو نورو افغانو ژورنالستانو په شمول ګډون کړی و.

شفق وايي، چې په دغه روزنيز ورکشاپ کې د هوا د ککړتیا په برخه کې د چاپېریال په اړه په ډېرو نویو مسایلو او د هغوی د حل د لارو چارو په اړه ژورنالېستان وروزل شول.

دی وايي چې د چاپیريال او یا د هوا ککړتیا د ټولنيزې ستونزې ترڅنګ په ځینو هېوادونو کې یوه سیاسي ستونزه هم ده او د افغانستان په څېر هېواد کې چې د امنيتي او نورو مسایلو له کبله يې خلک د چاپېریال او د هوا ککړتیا ته خاص پام نه کوي، د خلکو پر روغتیا او ژوند ډېرې ناوړه اغېزې ښيندلی شي.

نوره خبرې په مرکه کې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

څنګه د هوا ککړتیا د نيپال د توريزم صنعت زیانمن کړی؟