یو شمېر مدني ټولنو د کابل له خکو څخه د ښار په پاکوالي کې د رضاکارانه ونډې اخیستو غوښتنه وکړه

د افغانستان د مدني ټولنو یو شمېر غړو د کابل له خلکو څخه وغوښتل څو د دغه ښار په پاکوالي کې په رضاکارانه ډول ونډه واخلي.

د مدني ټولنې دې غړو نن په کابل کې د رضاکارانو نړېواله ورځ په دې شعار سره ولمانځله چې د مثبت بدلون لپاره رضاکارانه فعالیت وکړئ.

د مدني فعالانو په استازیتوب باقي سمندر خبریالانو ته وویل چې د ښار اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او پاکوالی یې د هرې کورنۍ او ځوان دنده ده.

نوموړي وویل، که چېرې خلک په خپله خوښه د ښار په پاکوالي کې مرسته وکړي نو د ښار د ککړوالي ستونزه به هم یو څه حل شي.