د عراق په شمال کې یو ډله ییز قبر موندل شوی دی

ځينو چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې د عراق په شمال کې يو ډله ييز قبر موندل شوى چې د اسلامي دولت ډلې يا داعش له خوا د څه باندې ١٢٠ وژل شويو کسانو د بدن پاتې شونې په کې دي.

يوه چارواکي وويل، وروسته له هغې چې د روانې مياشتې په لومړيو کې "سنجر" ښارګوټى د اسلامي دولت ډلې له سختدريځو وسله والو ونيول شو؛ دا شپږم ډله ييز قبر دى چې دغه ښارګوټي ته نژدې موندل کېږي.

د هغو کسانو د معلوماتو له مخې چې د دغو اعدامونو عيني شاهدان وو؛ اټکل کېږي چې په دې وروستي موندل شوي ډله ييز قبر کې به د ١٢٣ کسانو د مړو پاتې شوني پراته وي.

دغه ډله ييز قبر د سنجر د لوېديځ په ١٠ کيلومترۍ کې پروت دى او د سيمې په زياتو برخو کې بمونه ځاى پرځاى شوي دي.

دغه قبر لا سپړل شوى نه دى، خو د ځينو قربانيانو د بدن ځينې برخې د بارانونو له کبله رابهر شوي دي.