په کندز کې د MSF د روغتون په اړه نړېوال فشارونه پر زیاتیدو دي

په کندز ښار کې د بې سرحده ډاکترانو د نړېوالې ټولنې پر روغتون د حملې په اړه د څیړنو لپاره نړېوال فشارونه د زیاتیدو په حال کې دي.

د بشري حقونو د څارنې نړېوال سازمان د دې حملې په اړه د داسې خپلواکو او پراخو څیړنو غوښتنه کړې چې یو شمېر جدي پوښتونو ته ځواب پيدا کړي.

د بې سرحده ډاکترانو نړېوالې ادارې د امریکا پر پوځ تور لګولی چې په کندز ښار کې پر روغتون په حمله کې یې جدي بې غوري کړې ده.

په دې اړه په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قوماندان، تر څرګندونو وروسته چې دا حمله یې انساني تیروتنه بللې، نړېوال غبرګونونه زیات شوي دي.

د بشري حقونو د څارنې نړېوال سازمان د دې پيښې په اړه د خپلواکو څیړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دې پوښتنې ته باید ځواب پيدا شي چې ایا حمله کوونکي خبر وو چې دا روغتون دی؟ ایا دا کار د بې غورۍ له مخې شوی دی؟

د بشري حقونو د څارنې نړېوال سازمان ویلي، په کندز ښار کې پر روغتون د حملې په اړه باید څیړنې وشي ځکه ښايي دا یو ډول جنګي جنایت وي.

د بې سرحده ډاکټرانو نړېوال سازمان د امریکا پر پوځ تور لګولی چې په کندز کې پر روغتون په حمله کې یې جدي بې غوري کړ ې ده.

د دې نړېوال سازمان اداري مشر جیسن کان له نیویارکه، رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د دوي پر روغتون د حملې په اړه باید خپلواکې څيړنې وشي.

جیسن کان زیاته کړه:

"دا زموږ لپاره ډيره وحشتناکه ده چې دوي پر داسې ځاي حملې جاري ساتلي چې نه یې پيژندل.

د حملې پر مهال د ملکي او پوځي اهدافو ترمنځ فرق نه کول، زموږ په باور ستر غفلت دی.

زموږ په باور، په دې اړه باید داسې څيړنې وشي چې په لانجه کې ښکیل لوري لکه د امریکا حکومت نه وي په کې شامل. موږ یو وار بیا د خپلواکو څيړنو ږغ کوو."

په کندز ښار کې پر روغتون په حمله کې د بې سرحده ډاکترانو د نړېوالې سازمان د کارکوونکو او ناروغانو په ګډون ۳۰ تنه ووژل او ګڼ شمېر نور زخمیان شول.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان د چهارشنبې په ورځ د کندز پيښه انساني تیروتنه وبلله او په دې ارتباط د یو شمېر امریکايي پوځيانو دندې وځنډول شوې.

د کندز سرپرست والي حمدالله دانشي پرون په دې اړه د خبرو پر مهال، یو وار بیا ټینګار وکړ چې وسله والو طالبانو د کندز ښار د نیولو پر مهال په ملکي ځایونو کې پناه اخیستې وه .

حمدالله دانشي زیاته کړه:

"وسله والو طالبانو له روغتونو، جوماتو، مدرسو، ښوونځیو او د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار اخیست.

د جګړې پر مهال پر روغتون د امریکايي ځواکونو د په اغلب ګومان، په روغتون کې د وسله والو طالبانو د شتوالي له امله حمله کړې ده."

د امریکا پوځ د پيښې په اړه د خپلواکو څيړنو ترسره کیدل رد کړي. د امریکايي ځواکونو د عمومي قوماندان ویاند ویلسن شوفنر باور څرګند کړی چې د کندز د پيښې په اړه څیړنې منصفانه وې او بشپړې شوې دي.

د بې سرحده ډاکټرانو نړېوال سازمان د حقایقو د موندلو له نړېوال کمیسونه په دې اړه تحقیقاتو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان او امریکا د حکومتونو اجازې ته منتظر دي. خو تر اوسه یوه هم موافقه نه ده کړې.