د بې پولې ډاکټرانو بنسټ: د وروستیو څېړنو پایلې موږ ته زیاتې پوښتنې را ولاړې کړي

په کندز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د هوايي حملې د څېړنو د پایلو تر اعلان وروسته د بې پولې ډاکټرانو بنسټ وايي دیادو څېړنو پایلو اعلانېدو دوی ته زیاتي پوښتنې را ولاړې کړي دي.

د بې پولې ډاکټرانو له مرکزي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې پر یاد روغتون هوايي حمله هېڅ کله انساني تېرونه نه شې بلل کېدای.

په اعلامیه کې د بې پولي ډاکټرانو د مشر کریسټوفرسټوکس په حواله ویل شوي چې امریکايي ځواکونو په روغتون کې د خلکو او ناروغانو حضور او دغه شان شاو خوا سلګونو کورنو ته په کتو بیا هم پر دغه روغتون بمبار وکړ.

د بې پولي ډاکټرانو مشر غوښتنه کړې چې باید یاده پېښه د بې پرې بنسټ له خوا وڅېړل شي.

شاو خوا دوې میاشتې وړاندې د کندز ښار د سقوط پر مهال په دغه ښار کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د امریکايي ځواکونو په هوايي حمله کې ۳۱ تنه ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول چې ډاکټران او ناروغان په کې شامل وو.

وروسته امریکايي چارواکو د یادې پېښې د څېړلو په هدف یو پلاوی وټاکه چې تېره ورځ یې د خپلو څېړنو پایلي اعلان کړي او پر دغه روغتون حمله یې انسانی تېروتنه بللې وه.