جان کري متحده عرب اماراتو، اسراییل او لوېديځې غاړې ته سفر کوي

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري متحده عرب اماراتو، اسراییل او لوېديځې غاړې ته سفر کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دې خبر د خپرولو تر څنګ پرون وويل چې کري به تل ابيب، بيت المقدس او رام الله ته د خپل سفر په لړ کې د اسرائيل او فلسطين ترمنځ د تازه تاوتريخوالي پر مساله، د سوريې پر بحران او د اسلامي دولت ډلې يا داعش په باب بحث وکړي.

په تېرو دوو مياشتو کې د ناکراريو په نتيجه کې ١٨ اسرائيليان او تر ٨٠ زيات فلسطينيان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، دغه کسان په يو لړ حملو کې چې په هغو کې له وسلې او چړو هم کار اخيستل شوى، وژل شوي دي.