ولې په افغانستان کې د توکو بیې لوړې شوي دي؟

د افغانستان ولسي جرګې د سوداګرۍ او صنایعو او مالیې وزارت د مسولینو ترڅنګ د افغانستان بانک او د ګازو نفت شرکت رییسان خپلې اتسجوابیه غونډې ته ورغوښتي وو.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بازارونو کې د خوراکې موادو ترڅنګ د ګازو او نفتي موادو د بیو د لوړېدو او د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د راټيټېدو په تړاو د اندېښنو له امله ولسي جرګې یو ځل بیا دولتي چارواکي خپلې استجوابیه غونډې ته ورغوښتي وو.

د ولسي جرګې د شنبې په استجوابیه غونډه کې د جرګې د اکثرو غړو انتقادونه په دې ورستیو څو میاشتو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا؛ د مالیې وزارت معین مصطفی مستور؛ د افغانستان بانک عمومي رییس خیلل الله صدیق او د نفتي موادو د عمومي رییس فرید الله شیرزي پر کمزورو فعالیتونو وو.

د ولسي جرګې غړو وویل چې د افغان چارواکو له خوا هغه بحثونه چې وايي؛ د افغانانو په ژوند کې به مثبت تغیر راوالي یوازې د شعار تر کچې پاتې شوي دي.

د ولسي جرګې یو غړی صالح محمد سلجوقي وویل:

"خلک غواړي واوري چې ولې بیې لوړې شوي دي؟ د موادو خرید کم شوی دی، د بیو لوړوالی په بازارونو کې په لوی کړکېچبدل شوی دی."

د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسیون غړې رنګینه کارګر وايي چې افغان چارواکي خپل ټول وخت د نمایشي کنفرانسونو او ورکشاپونو په جوړلو تېروي او په خپلو کړو خبرو عمل نه کوي:

"کله چې ډالر پنځه اویا ته لوړیږي ورسره سم د ارتزاقي اوسونګ موادو بیې هم لوړېږي؛ خو په مقابل کې یې د کورنیو عایدات ثابت دي؛ هغه مامور چې ۶ زره یا ۷ زره افغانۍ معاش لري؛ څنګه به وتوانېږي چې خپل ورځنی ژوند پر مخ یوسي."

د ولسي جرګې یوه بل غړي بشیر احمد تینج بیا د وزیرانو او نورو حکومتي چارواکو استجوابول د خلکو د وخت ضایع کول وبلل او زیاته یې کړه چې د چارواکو په استجوابولو هېڅ درد نه دواکیږي.

په دې وروستیو څو ورځو کې د هېواد په بازارونو کې د افغانیو پر وړاندې د نورو بهرنیو اسعارو ترڅنګ په ځانګړي ډول د ډالر لوړېدو او د ګاز او تېلو د بیو پورته کېدو خلک اندېښمن کړي دي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزیر همایون رسا وايي چې د خوراکي او سونګ موادو بیې د افغان حکومت په کنټرول کې دي:

"دا څو ورځې چې د نفتي موادو بیې لوړي شوې دي؛ دا چې د ترکمنستان ګاز موږ ته ارزانه تمامېدل او کله چې دوی خپلې فابریکې پاکولې د یوې اوونۍ لپاره فابریکه بنده وه؛ ان شاءالله چې دغه فابریکه به په درېیو ــ څلورو ورځو کې بېرته فعاله شي؛ لس افغانۍ چې اسعار لوړ شوي وو؛ خو د ګازو بیه د تېر په څېر په خپل حال پاتې ده؛ فعلاً موږ وینو چې بازار په کنټرول کې دی او په کافي اندازه ګاز خرېداري شوي دي او د دې ترڅنګ موږ له آذاربایجان سره د یولک او پنځوس زره ټنه ګازو تړون لرو."

د ولسي جرګې په نننۍ استجوابیه غونډه کې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د لوړېدو په اړه د ولسي جرګې د غړو اندېښنو ته د افغانستان بانک عمومي رییس د ځوابونو بحث د ولسي جرګې د یو شمېر غړو د غوښتنې په اساس سري اعلان شو.

د چارو افغان څېړونکې وايي؛ ترڅو چې د دغه هېواد د سوداګرۍ بیلانس متوازن نه شي او د کورنیو تولیداتو کچه لوړه نه شي؛ نو افغانۍ په خپل ثابت حال پاتې نه شي.

راپور: کمال شاه عارف