پدرام د حکومت په جوړښت او پروګرامونو کې د بدلون غوښتونکی شو

د ملی کنګرې ګوند مشر عبدالطیف پدرام چې ځان د افغان حکومت په وړاندې اپوزسیون معرفي کوي او د کار او توسعې ګوند د ملي یووالي حکومت په کارونو انتقاد وکړ او د حکومت په جوړښت او پروګرامونو کې یې د بدلون غوښتنه وکړه.

د ولسي جرګې غړي عبدالطیف پدرام چې د یاد اپوزسیون په استازیتوب یې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د یوې غونډې پرمهال په خبرو کې د افغان حکومت پر مشرانو انتقاد وکړ ویې ویل چې حکومت د خپلو ژمنو خلاف عمل کړی او په هېواد کې یې ستونزي زیاتي کړي دي.

په ورته وخت کې د کار او توسعې ګوند مشر هم وویل چې د سولې د ټینګښت لپاره د حکومت هڅې حقیقي نه دي او دا حکومت د خلکو حکومت نه دی.

د افغان حکومت په وړاندې د اپوزسېون په نوم ډله د یو لړ نورو انتقادونو ترڅنګ وايي چې د ملي وحدت حکومت مشران په هېواد کې د امنیت په ټينګښټ او د سیاسي او اقتصادي ثبات په تامین کې پاتې راغلی او په خپلو کړو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

د ولسي جرګې غړی عبدالطیف پدرام چې د پنجشنبې په ورځ یې د حکومت په وړاندي د اپوزیسیون له موقفه خبرې کولې انتقاد وکړ چې د ملي وحدت حکومت په جوړېدلو سره په هېواد کې بې کاري، اداري فساد، د مخدره موادو په کښت او قاچاق او له هېواده د ځوانانو په تېښته کې زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي بدرام زیاته کړه:

"نه د بې وزلۍ د له منځه وړلو او نه هم د زده کړو او پرمختګ خبرې مطرح دي خلک یې په خپل حال پریښودل، څو تنو د خلکو پر ځان او شتمني واکمن شول چې په نتیجه کې یې په دې وروستیو دوو، درېیو میاشتو کې ۱۲۶ زره ځوانان له هېواده تېښتي ته مجبور شول."

ښاغلي پدرام د حکومت په جوړښت انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې افغان ولسمشر ټول صلاحیتونه په خپل کنټرول کې نیولي او خلکو ته د تصمیم نیولو حق نه ورکوي.

هغه وویل چې د هېواد له تجزیې سره سخت مخالف دی خو غواړي چې افغانستان څو ایالته شي ترڅو ټولو خلکو ته د تصمیم نیولو حق ورکړل شي.

ښاغلي پدرام زیاته کړه چې د ده په نظر د هېواد د روانو ستونزو یوازنی حل د فدرالي نظام رامځته کول دي، خو ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې د قومي فدرالي نظام طرفدار نه دی.

په دغه ناسته کې د کار او توسعې ګوند مشر ذوالفقار امید وویل چې په هېواد کې د امنیت د ټینګښت او د سولې راوستلو په برخه کې د حکومت هڅې حقیقي نه دي.

ښاغلي امید همدارنګه وویل:

"د نا امنیو وروستی پل په ارګ کې دی، د تروریستانو لپاره د مېلمستونونو او سیاسي پاسپورټونو شاهدان تاسو خپله یاست.

تاسو د سولې د جعلي پروسې لپاره د ډېرو سفرونو شاهد یاست او په ارګ کې د ناستو پيغام نړېوالې ټولنې ته دا دی چې طالب تروریست نه دی."

ومو غوښتل چې په دې اړه د افغان حکومت مسوولینو نظر هم له ځان سره ولرو خو هغوی په دې برخه کې له هر ډول نظرڅرګندولو څخه ډډه وکړه.

خو تر دې وړاندې د ملي وحدت حکومت مشرانو د دې سره ـ سره چې په خپلو کارونو کې ځیني نیمګړتیاوي منلي خو ويلي یې دي چې د اوسنیو ستونزو د حل په برخه کې یې زیاتي هڅي کړي او نور به هم هڅه وکړي چې ټولي ستونزي یو په یو حل کړې.