سوپکو: په افغانستان کې د امریکا ډېرې پیسې بې ځایه لګېدلي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش د ادارې یا سیګار مشر ویلي دي چې د امریکا یو ترلیون ډالره لګښت په افغانستان کې اداري فساد او بې کاره پلان اغېزمن کړی دی.

جان سوپکو چې په ۲۰۱۰ کال کې له افغانستان سره د امریکا د بیارغونې د چارو سرمفتش وټاکل شو، تر اوسه یې په افغانستان کې د امریکا د یو ترلیون لګول شویو ډالرو په اړه ۱۳۶ راپورونه خپاره کړي دي.

ده د امریکا د روډ ایلنډ په براون پوهنتون کې د چهارشنبې په ورځ وویل، دوامداره اداري فساد، بې کاره پلان او بې ځایه لګښت په افغانستان کې د امریکا د بیارغاونې هڅې اغېزمنې کړې دي.

امریکا په تېرو ۱۴ کلونو کې په افغانستان کې یو ترلیون ډالره لګولي دي او د دغه هېواد ۲۲۰۰ پوځیان په دې موده کې وژل شوي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش جان سوپکو وویل، د بیارغونې هڅې بیا-بیا دوامداره ګواښونو اغیزمنې کړې دي او اداري فساد زموږ پر هرې هڅې اغېزه کوي.

جان سوپکو زیاته کړه، د افغانستان د ودې لپاره او د هغو کارونو د ساتنې لپاره چې امریکا په دغه هېواد کې کړي دي، باید د اداري فساد مخه ونیول شي.

د نړېوالو اړیکو کتونکي عزیز بارز ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د امریکا د لګښتونو په برخه کې ستونزه دوه اړخیزه ده.

بارز زیاته کړه:

"د افغانستان د دولت ستونزه بې پروګرامي او د ظرفیتونو نشتوالی دی او د امریکا ستونزه دا ده کله چې نړېوال ځواکونه یوه هېواد ته د امنیت او ثبات راوستو لپاره ځي، دوی هغه هېواد هېروي او په ټوله سیمې کې د خپلو ګټو په تکل کې کېږي."

د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې ادارې یا سیګار له څو کلونو راهیسې انتقادونه زیات کړي دي او روانه میاشت یې په دې ترڅ کې د افغانستان په شمال کې د طبیعي ګازو د یوه مرکز د جوړېدو په اړه راپور ورکړ چې پر دې مرکز د امریکایانو د مالیاتو له درکه ۴۳ میلیونه ډالر لګول شوي دي خو دا مرکز په پنځه لکه ډالرو جوړېده.

په یوې بلې قضیه کې سیګار ویلي دي چې په هلمند کې امریکایي پوځیانو په ۲۰۱۰ کال کې یو لوی مرکز جوړ کړ، خو بیا وروسته د دې پوځي مرکز مسوول وویل چې دې اډې ته اړتیا نه شته.

جان سوپکو وایي چې بیا وروسته یو شمېر جنرالانو وویل چې د دې اډې لپاره کانګرس پیسې ځانګړې کړې دي نو باید کار یې ونه درول شي.

جان سوپکو زیاته کړه، پر دې مرکز ۳۶ میلیونه ډالر ولګېدل، خو هغو جنرالانو چې د دې ودانۍ د کار له درېدو سره مخالفت نه کاوه، له هغوی سره چا حساب ونه کړ.

د امریکا د مرستو ادارې یا یو ایس ای ایډ په افغانستان کې یو شمېر ښوونځي جوړ کړي دي خو په دې نه پوهېږي چې څومره ښوونځي یې ودان کړي دي.

جان سوپکو وایي چې موږ باید دې ته وګورو چې کوم کار اغېزمن دی او بیا هماغه ترسره کړو او زیاته یې کړه، باید په دې پوه شو چې افغانان څه غواړي او څه د استفادې وړ دي چې جوړ شي، له استادانو پرته مکتب، له دوا، ډاکټر او نرسانو پرته روغتون په کار نه دی.