د کندز بې پولې ډاکټران د امنیت د تضمین په صورت کې خپل فعالیت کوي

د بې پولې ډاکټرانو استازی ګیلیم مولیني

د بې پولې ډاکټرانو د ادارې چارواکي وايې، که چېرې افغان حکومت، وسله وال طالبان او د کندز ځايي خلک په راتلونکي کې د دوی د روغتون د ډاکټرانو او ناروغانو د امنیت تضمین وکړي، نو دوی به په کندز کې د خپلو فعالیتونو د بیا پېلېدو په اړه پرېکړه وکړي.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازی ګیلیم مولیني Guilhem MOLINIE ازادي راډیو ته وویل، که څه هم تر اوسه افغان حکومت او د امریکا متحده ایالاتو پوځ او حکومت د کندز د بې پولې ډاکټرانو په روغتون د بمبارۍ لامل نه دی په ګوته کړی او یوازې د دې پېښې له کبله يې بخښنه غوښتې ده، خو بیا هم که چېرې افغان حکومت، طالبان او ځايي خلک يې د راتلونکي امنیت ډاډ ورکړي، نو دوی به د یاد روغتون د بېرته فعالېدو په اړه فکر وکړي.

ګیلیم مولیني او د بې پولې ډاکټرانو د ادارې یو شمېر نور چارواکي چې د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د دوی د اړوند زېږنتون د امنیت د خوندیتوب او روغتون سره د خلکو د همکارۍ د ډېرېدو په هدف یاد ولایت ته تللي وو.

د کندز د بې پولې ډاکټرانو د روغتون د پېښې او بیا فعالېدو د لارو چارو په اړه ازادي راډیو سره په ځانګړو خبرو کې وویل چې د کندز په روغتون کې د بمبار له کبله شاوخوا ۳۰ کسان وژل شوي چې ۱۴ يې د روغتون ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي، ۱۰ تنه ناروغان او د اوو نورو وژل شویو کسانو پېژندنه نه ده شوې، خو ګمان کېږي چې هغه به ناروغان وو.

ده وویل چې د دې بمبار له کبله د کندز د بې پولې ډاکټرانو روغتون ته شپږ میلیونه ډالره مالي زیان رسېدلې دی.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دوی له امریکا د روغتون تاوان غواړي کنه؟

ده يې په ځواب کې وویل له امریکایانو او افغان حکومت د روغتون او ځاني تلفاتو د تاوان غوښتل د MSF "بې پولې ډاکتران" د اصولو څخه سرغړونه ده، خو دوی په دې فکر کوي چې څه ډول کولای شي، ویجاړ شوی روغتون بېرته ورغوي او د دې پېښې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره مرسته وکړي.

په بروکسل کې د پاکستان او افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو د ادارې مشر (رینزو شنسي) د خوست قومي مشرانو یوې جرګې ته په خبرو کې وویل چې دوی یوه روغتیايي اداره لري چې په بېړنېو او سختو حالاتو کې اړمنو خلکو سره مرسته کوي.

د ده په خبره د دوی لپاره توپیر نه کوي که دا مرستې په کندز کې د جګړې د قربانیانو لپاره وي، که په پاکستان کې زلزله ځپلو ته، که په افریقا کې د اېبولا ناروغۍ اغېزمنو ته وي او که د خوست په ګلان کېمپ کې وزیرستانیو بې ځایه شویو ته وي.

د بې پولې ډاکټرانو د ادارې دا چارواکی زیاتوي، بې پلوي د دوی د بې پولې ډاکټرانو د فعالیت یو مهم اصل دی، د دوی لپاره مهمه نه ده، چې ناروغ امریکايی دی، افغان دی، پاکستانی دی، طالب دی او که د حکومت کس دی، هر څوک چې ناروغ ولري دوی لپاره د منلو وړ دی.

په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو استازي ګیلیم مولیني د کندز د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د بمبار په اړه وویل، د بمبار په شپه په روغتون کې ۱۰۵ ناروغان او تر ۸۰ روغتیايي پرسونل موجود وو، بمبار ډېر دقیق عیار شوی وو، د روغتون منځنۍ ودانۍ چې د عملیاتو خونه، د بېړنیو پېښو خونه، فزیوتراپي او نور په کې موجود وو، په نښه شوه.

په دې پېښه کې هغه ډاکټران هم ووژل شول چې ټوله شپه د بمبار تر مهاله د ټپیانو په عملیاتو بوخت وو.

طالب جنګياليو د سېپټمبر په ۲۸مه د کندز ښار موقتي کنټرول ترلاسه کړ او د اکتوبر په درېيمه نېټه، د بې پولې ډاکټرانو روغتون د امریکايي الوتکو له خوا بمبار شو.

د بې پولې ډاکټرانو ادارې د روغتون په منځ کې د وسله والو طالبانو شتون رد کړی دی، د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دې بمباریو له کبله بخښنه غوښتې وه او د امریکايي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان کمپبل دا یوه تېروتنه بللې وه.

راپور - نجیب الله الوخېل