د سرپل استازي: په کوهستاناتو کې د طالب وسله والو یو لوی روزنیز مرکز شتون لري

په ولسي جرګه کې د سرپل یوشمېر استازي وايي چې د دې ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفانو یو لوی روزنیز مرکز موجود دی؛ خو حکومت پرې خبر نه دی.

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په شمالي ولایتونو په ځانګړې توګه سرپل کې امنیتي وضعیت خراب شوی؛ په ولسي جرګه کې د دې ولایت استازي وايي چې په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د حکومت د وسله والو مخالفانو لوی روزنیز مرکز فعال دی.

د دې جرګې غړې "عزیزه جلیس" د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل چې په یاد مرکز کې د بهرنیو هېوادونو جنګیالي وسله والو مخالفینو ته د انتحاري حملو د واسکټونو د جوړېدو، حملو، ماینونو او نورو اړوندو مسایلو روزنه ورکوي.

"وسله والومخالفین د سرپل ولایت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د انتحاري حملو د واسکټونو په جوړولو کې له ډېرو پرمختللیو وسایلو څخه استفاده کوي چې یاد واکسټونه کولای شي د چاودنې په وخت کې ۲۰۰ متر مربع سیمه تخریب کړي؛ په دې مرکز کې بهرني تروریستان کار کوي؛ هره ورځ د حکومت وسله والو جنګالیو ته روزنه ورکوي."

په ورته وخت کې په ولسي جرګې د دغه ولایت یو بل استازی محمد حسن بلخابي هم یاده اندېښنه پرځای بولي او وايي چې د کوهستانانو ولسوالۍ د دې ولایت له تر ټولو ناامنه ولسوالیو څخه ګڼل کیږي.

"څه موده وړاندې د سرپل په کوهستاناتو ولسوالۍ کې یوشمېر ازبکان موجود وو؛ ماین ښخولو ته راغلي وو چې په جګړه کې یو یوتن یې ووژل شو؛ ځینې ونیول شول، په شمال کې د کوهستانانو ولسوالۍ نارامه سیمه ده. لرې به نه وي چې ووایو هلته د وسله والو مخالفانو ستر مرکز موجود دی."

کوهستانات د سرپل هغه ولسوالۍ ده چې څه موده وړاندې طالبانو ونیوله؛ خو دولتي چارواکي وایي، اوس په دې ولسوالۍ کنټرول لري.

له دې وړاندې داسې راپورنه خپاره شول چې د افغانستان په یوشمېر شمالي ولایتونو کې بهرنیان په ځانګړې توګه د ازبکستان جنګیالي مېشت دي او د افغان حکومت وسله والومخالفانو ته پوځي روزنه ورکوي.

روان کال په افغانستان کې جګړې زور واخیست چې د میزان په شپږمه د څو اوونیو لپاره د کندز مرکز د وسله والو مخالفانو لاس ته ولوېده چې بیا وروسته له یوې سختې جګړه څخه افغان ځواکونه وتوانېدل چې د کندز مرکز بېرته ونیسي.

که څه هم د سرپل د امنیه قومندانۍ ویاند په دې ولایت کې ناامني اوجګړه تاییدوي؛ خو د بهرنیو جنګیالیو شتون نه مني.

د دغې قومندانۍ ویاند علي اکبر اندرابي ازادي راډيو ته وویل چې دوه کاله وړاندې په دې ولایت کې ځینې ازبک جنګیالو د افغان حکومت مخالفانو ته روزنه ورکوله؛ خو اوس نه شته.

"له تېر یوه کال راهیسې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیوکې د وسله والو مخالفانو داسې مرکزونه موږ نه دي لیدلي چې ګواکې هلته دې انتحاري واکسټونه جوړ شي؛ پخوا توطئې زیاتې وي، خو سږکال داسې هېڅ څه نه شته مرکزونه دې ولري او د انتحاري حملو روزنه دې ورکړي."

له دې وړاندې څو ځله په ولسي جرګه کې د سرپل استازو خبرداری ورکړی و؛ که دولت سرپل وروستۍ ناامنۍ ته پام ونه کړي؛ نو امکان لري چې د کندز په برخلیک اخته شي.

د چارو څېړونکي له حکومته غواړي چې دا ډول راپورنه جدي تعقیب او که چیرې په سرپل او نورو ولایتونو کې د مخالفینو د روزنې مرکزونه موجود وي؛ باید له منځه یې یوړل شي.

راپور: رحمت الله افغان