د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ډیابت یا شکر ناورغۍ د زیاتیدو په اړه اندېښنه لري او وايي چې د روان کال په لومړی نیمايي کې د شکر ناروغۍ له امله شاوخوا ۳ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د دغه وزارت سلاکار خواجه قمرالدین د یکشنبې په ورځ د شکر ناورغۍ پر وړاندې د مبارزې د نړېوالې ورځې په مناسبت وویل چې دا یو خطرناکه ناروغي ده او د وخت په تېرېدو سره کولای شي د انسان عصبي سیستم ته زیان ورسوي.
د روغتیا وزارت سلاکار زیاتوي هغه کسان چې ۴۰ کاله عمر لری باید هرکال د شکر ناروغۍ معاینات وکړی.