په افغانستان کې نږدې ۳۵۶۷ زره کسان د شکر ناروغۍ له امله مړه شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکو د یکشنبې په ورځ له شکر ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مراسمو کې وویل، په تېرو شپږو میاشتو کې په هېواد کې نږدې ۳۵۶۷ زره کسان د یادې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.

دغه راز د یاد وزارت چارواکي دا هم وايي چې د شکر ناروغي په افغانستان کې مخ پر ډېرېدو ده.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه وزارت سلاکار خواجه قمرالدین صدیقي وویل، د شکر ناروغۍ د تشخیص لپاره باید له ۴۰ کلونو څخه ډېر عمر لرونکي کسان هر کال خپله وینه معاینه کړي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره یوازینۍ طریقه دا ده چې شکر یا (ډيابت) تشخیص شي، همدارنګه د خلکو د عامه پوهاوي ډېرول هم کولای شي چې په دې برخه کې مرسته وکړي ترڅو دغې وژونکي ناروغۍ سره مبارزه وشي."

ښاغلي صدیقي وویل چې اوس مهال په کابل کې د شکر ناروغۍ د تشخیص او درملنې درې مرکزونه فعال دي خو د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې په راتلونکو کلونو کې د هېواد په ټولو برخو کې دغه مرکزونه زیات کړي.

د نوامبر ۱۴ د شکر ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې نړېواله ورځ ده.

ناسم خواړه، د فزیکي فعالیت کموالی یا نشتوالی، تر حده ډېر چاغوالی د دغې ناروغۍ لاملونه ګڼل کېږي.

ډاکټران وایي، ډیابت یا شکر ارثي اړخ هم لري او د کورنۍ غړي یي په ارثي ډول له یو بله اخیستلای شي.

بلخوا د روغتیا نړېوال سازمان مسوولان هم په دې برخه کې عامې روغتیا وزارت ته د همکارۍ ډاډ ورکوي او زیاتوي چې دغه سازمان د تخنیکي ملاتړ او له شکر ناروغۍ سره د مبارزې لپاره به له عامې روغتیا وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د دې سازمان سرپرستې ایمان شانکتي په دې اړه وویل:

"موږ هیله من یو چې د عامې روغتیا وزارت خپلې ژمنې عملي کړي، موږ هم ژمن یو چې په دې برخه کې له حکومت سره همکاري وکړو، موږ به په دې برخه کې خپله مبارزه ونه دروو، موږ ژمن یو چې ۲۰۱۶ کال به د شکر ناروغۍ په وړاندې د مبارزې په نوم ونومول شي، موږ د شکر ناروغۍ د تشخیص، مخنیوي او درملنې په برخه کې کار کوو."

روغتیایې متخصصین وایې چې د شکرې ناروغي د کنټرول وړ ده او د مخنیوي لپاره یې فزیکي فعالیت او د خوړو څرنګوالی مهم دی.

د نړېوال روغتیايي سازمان د معلوماتو له مخې په نړۍ کې په هرو ۱۰ ثانیو کې دوه تنه په شکر ناروغۍ اخته کېږي، چې یو تن یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په افغانستان کې د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیایې کارپوهان وایې چې د عامې روغتیا وزارت باید د شکر ناروغۍ د تشخیص او درملنې مرکزونه ډېر کړي.

راپور - ناجیه ساپۍ