په فرانسه کې د پرونیو حملو له امله د وژل شویو شمېر تر ۱۲۰ اوښتی

د فرانسې په مرکز پاریس کې د تېرې شپې په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر له ۱۲۰ اوښتی دی.

د دغه هیواد ولسمشر فرانسوا اولاند بیړنی حالت اعلان کړ:

"اضطراري حالت اعلانوم، یعني ځیني سیمې به وتړل شي او ښایي پر تګ راتګ هم بندیز ولګول شي."

دا د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو سخت ترورستي بریدونه دي.

تېره خلک په یوه رستورانت کې وژل شوي، د فرانسې د فوټبال سټیډیوم ته نژدې برید شوی او د کنسرت یوه هال ته وسله وال ورننوتل او له یوه سره یې پر خلکو ډزې وکړې.