د ایران په شمال کې د ماشومانو د یوې ټلویزیوني خپرونې پرضد مظاهره وشوه

د ایران په شمال کې پرون ازري نژادو د ماشومانو لپاره د یوې مشهورې ټلویزوني خپرونې پر ضد پراخ اعتراضونه وکړل.

مظاهره چیانو د دې خپرونې یوه برخه چې په وار - وار په کې یو ازري ماشوم د تشناب په اوبو د غاښونو د برسولو پر مهال ښودل شوی؛ نژادي سپکاوی او دروغ بللی دی.

راپورونه وايي چې دا مظاهرې په تبریز، اورومیه او زنجان ښارونو کې چې اکثریت اوسیدونکي يې ازري نژاده دي؛ وشوې.

د ایران په شمالي ښار تبریز کې مظاهره چیانو له حکومت وغوښتل چې د ازریانو پر ضد نژادي تبعیض بند کړي.

اخوا د ایران د اسلامي جمهوریت د نشرانو د ادارې مشر محمد سرفرازي ویلي؛ د ماشومانو دا خپرونه تړل شوې ده او نوموړي د دې خپرونې د ځینو صحنو له امله بخښنه غوښتې ده.