ایاتر راتلونکو ۸کلونو پورې به افغانستان له ماینونو پاکې شي؟

افغان حکومت وايي چې تر اتو نورو کلونو پورې به افغانستان په بشپړ ډول له ماینونو او ناچاودو مهماتو څخه پاک شي.

که څه هم له ماینونو او ناچاودو مهماتو څخه د افغاستان د پاکېدو لپاره لومړی ضرب الاجل ۲۰۱۳ میلادي کال ټاکل شوی و؛ خو اوس دې هدف ته د رسېدو لپاره اته نور کالونه په کار دي.

بېړنیو پېښو ته د رسېده ګۍ په برخه کې د دولت وزیر ویس برمک وايي چې د لازمې بودجې نه شتون او نه درېدونکي جګړې د دې سبب شوي چې د افغانستان تر ۲۵ فیصده ځمکو کې لا هم د ماینونو خطر وي.

ښاغلی برمک د دوشنبې په ورځ د ماینونو څخه د خلاصون درېیم سیمه ییز کنفرانس ته چې په کابل کې جوړ شوی و؛ وویل چې که د سیمې او نړۍ هېوادونو مرسته وي افغانستان به په ۲۰۲۳ کال کې د ماین چاودنې نور خطر ونه لري:

"ټاکل شوي چې د کال ۲۰۲۳ پورې افغانستان د ماینونو د ټولو ډولونو؛ چاودیدونکو خطراتو او یا هغو موادو څخه چې تر ځمکې لاندې ناچاودې پاتې دي پاک وي او افغانستان له هغې وروسته نور خطر ونه لري."

په دغه کنفرانس کې د ایران، تاجکستان، اذربایجان او کوربه هېواد افغانستان استازي د دوه ورځو لپاره د ماینونو څخه د خلاصی په لارو چارو غږیږي.

ویل کیږي چې په افغانستان کې د ۳۶ کلونو راهیسې جنګ جګړې د دې سبب شوي تر څو دښمن له هر فرصته ګټه واخلي او تر ډېره د دغه هېواد خاوره په ماینونو وپوښي.

په افغانستان کې د ماینونو د شنډولو او د ناچاودو توکو د خنثی کولو سره مبارزه د دوه لسیزو راهیسې پیل شوي؛ خو ویل کیږي چې تر اوسه ۸۰ فیصده خاوره پاکه شوي ده.

خو سوال دا دی چې د سیمې هېوادونو تر منځ دا ډول کنفرانسونه او د افغان حکومت نوي ژمنه څومره هیله مندي پیدا کولای شي.

د ولسي جرګې غړی محمود خان الکوزی په دې باور دی چې که په هېواد کې روانه جګړه پای ته ونه رسیږي؛ د ماینونو بشپړ پاکول به تر ۲۰۲۳ کال پورې هم امکان ونه لري.

"هغه سبب چې ماینونه پیدا کوي او ښخیږي جنګ دی که چېرې جګړه تر ۲۰۲۳ پورې نه وي نو طبعاً ماینونه به هم نه وي او د شنډولو چانس به یې هم ډېر وي؛ خو که جنګ وي په او داسې روانه وي؛ لکه د څو کلونو راهیسې چې ده ممکن ماینونه لا ډېر شي؛ خو کم نه شي په دغه صورت کې که هر څومره پیسې هم ولګیږي ممکن ګټه ونه لري."

افغانستان د ماینونو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې فعالیت کوي او ویل کیږي چې هر کال په دې مبارزه تر ۶۰ میلیونه ډالره لګوي.

د هېواد په ګوډ - ګوډ کې د ماین پاکونې کارکوونکي هم د ناامنۍ له زیانونو خوندي نه دي او وخت نا وخت ورته د وسله والو مخالفینو له خوا ګواښونه کیږي؛ وژل او تښتول کیږي.

په افغانسان کې ماینونه تر ډېره د شوروي اتحاد د یرغل په وخت کې ښخ شوي او کارپوهان د هغې د شنډيدو لپاره سیمه ییزه همکاري مهمه ګڼي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ