د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو تړون لاسلیک شو

د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو یو تړون د ترکمنستان په مرکز عشق آباد کې لاسلیک شوه.
د مالیې وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي نن آزادي راډيو ته وویل چې د دغه تړون له مخې به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو په پراختیا سربېره ترکمنستان له افغانستان سره د برېښنا او غنمو په اخیستلو کې مرسته وکړي.

افغان چارواکي په داسې حال کې له ترکمنستان سره د اړیکو د پراخېدو په اړه هیله مندي ښيي چې په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې د ناامنیو زیاتېدو د منځنۍ آسیا هېوادونه په خاصه توګه ترکمنستان انديښمن کړی دی.