هند د افغانستان هوايي ځواک ته ٤ څرخي الوتکې ورکوي

ویل کیږي چې هند به د افغانستان له هوايي ځواک سره د څلورو “Mi25" ډوله روسيي ساخت جنګي هلیکوپټرې مرسته وکړي.

ځینو افغان او هندي سرچینو تائید کړې ده چې نوي ډېلي ته افغانستان ته څلور “Mi25" ډوله جنګي هلیکوپټرې ورکوي.

راپورونه په نوې ډيلي کې د هندي چارواکو په حواله وايي چې هند ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر په راتلونکي سفر کې به افغان ځواکونو ته د دغو هلیکوپټرو د سپارلو موضوع نهايي شي.

یوې هندي سرچیني ویلي، نوې ډیلي افغانستان ته د ۴ جنګي هلیکوپټرې د ورکولو په اړه په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو له عمومي قومندان جان کمپبل سره خبرې کړي دي.

خو تر اوسه دا نه ده روښانه چې دا هلیکوپټرې څه وخت او څرنګه افغانستان ته سپارل کیږي.

خو د افغانستان د ملي امینت د شورا ویاند تواب غورځنګ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له هند څخه د پوځي مرستو د اخستو موضوع لا په لومړني پړاو کې ده.

تواب غورځنګ وویل:

"له افغان هوايي ځواکونو سره د هند د مرستو بحث په ابتدايي مرحله کې دی.

په دې کتنه کې به د دغو همکاریو د جزئیاتو په اړه خبرې وشي. هر کله چې جزئیاتو ترلاسه شي له تاسو سره به يې شریک کړو."

نوموړي وویل نوې ډیلي ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار د سفر په ترڅ کې به د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاري او له افغان امنیتي قواو په ځانګړې ډول له خاصو افغان ځواکونو سره د هند د پوځي مرستو په اړه خبرې ترسره شي.

افغان ولسمشر اشرف غني واک تر رسېدو وروسته له هند څخه د پوځي مرستو د اخستو موضوع ځنډولې وه په دې هیله چې پاکستان به طالبان له افغان حکومت سره خبرو اترو ته کښېنوي.

خو په افغانستان کې د بمي حملو زیاتوالي او پر کندز ښار د طالبانو پراخې حملې له پاکستان څخه د سولې په برخه کې د افغان چارواکو هیله کم رنګه کړه.

هندي خبریال "پراوین سوامي" چې د نړېوال امنیت او ستراتیژیکو مسالو کارپوه هم دی؛ ازادي راډیو ته وویل، کیدای شي چې ولسمشر غني د پاکستان له خوا ناهیلی شوی وي.

"ولسمشر غني ښايي د پاکستان له خوا نا هیلی شوی وي او ممکن غواړي چې پیغام ورکړي چې که هغوی ورسره خپلې ژمنې نه عملي کوي؛ دی لېواله دی چې د پاکستان له دښمن څخه مرسته ترلاسه کړي."

رویټرز خبري اژانس وايي، د پاکستان د بهرنیو چارو زارت کابل ته د نوي ډیلې له خوا د جنګي هلیکوپټرونو د ورکولو په اړه له څه ویلو ډډه کړې او دا يې د افغانستان او هند ترمنځ موضوع ګڼلې ده.

خو هندي ژورنالست پراوین سوامي له افغانستان سره د څلورو هلیکوپترو ورکړه لویه پوځي مرسته نه ګڼي او وايي چې دا به د پاکستان لپاره هېڅ ډول ګواښ نه جوړوي.