فیضي: حکومت باید د رخشانې د سنګسار عاملینو ته سزا ورکړي

د انتقالي عدالت همغږې کوونکې ډله او مدني فعالان خبرداری ورکوي؛ که د سنګسار شوې رخشانې د پيښې عاملین سزا و نه ویني؛ خلک به په حکومت شته باور له لاسه ورکړي.

په غور کې د نولس کلنې رخشانې د سنګسار پېښې په افغان ښځو د روان ظلم او تاوتریخوالي یوه بله بېلګه خلکو ته وښوده.

د انتقالي عدالت همغږې کوونکې ډله وايي؛ دې قضیې ثابته کړه چې افغان مېرمنې له خپلو انساني حقونو محرومې دي او کله یې هم چې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړی؛ له مرګ سره مخ شوي دي.

د دې ډلې غړیو د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې حکومت باید ژر تر ژره د نولس کلنې رخشانې د سنګسار قضیه وڅیړي او عاملینو ته یې سزا ورکړي.

د انتقالي عدالت د همغږې کوونکې ډلې یوه غړي عبدالبصیر فیضي په دې اړه وویل:

"که چېرته د رخشانې د سنګسار د فرخندې د وژنې او نورو وژل شویو ښځو او نجونو له عاملینو سره قانوني چلند ونه شي او انصاف تامین نه شي د اوسني؛ حکومت مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي او د خلکو باور به پرې له مخکې هم کم شي؛ نو له افغان حکومت غواړو چې د رخشانې د سنګسار د حکم عاملین او هغو چې دا وژلې ونیول شي محاکمه کړلی شي او سزا ته ورسیږي."

ښاغلي فیضي وویل، د رخشانې د سنګسار قضیه او د نورو ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو د تېرې قضیې باید په جدي توګه وڅېړل شي او له یاده ویستل یې د ټولو لپاره شرم دی.

د انتقالي عدالت همغږې کوونکې ډلې خبرداری ورکړ؛ که له رخشانې سره انصاف ونه شي دوی به خپل غږ د لاریونونو او مدني مبارزو له لارې د تل لپاره جاري وساتي.

د آزادي راډيو د یوه ویډیويي راپور له مخې په غور کې د غلمین په کلي کې نولس کلنه رخشانه چې یوه بوډا ته ورکړل شوې وه؛ له ۲۳ کلن محمد ګل سره د تېښتې په جرم په عام محضر کې د ټوپکوالو او زورواکو له خوا سنګسار شوه.
د غور والي سیما جوینده دا مني چې د پيښې د عاملینو د نیولو توان نه لري او مرکزي حکومت باید دوی ته پوځیان ور واستوي چې وکولای شي په غلمین کې د دې پيښې او داسې نورو پيښو پوښتنه وکړي.

اغلې جوینده د جمعې په ورځ آزادي راډيو ته وویل:

"یو شمېر کسان پيژندل شوي، خو د دې لپاره چې افشا نه شي نومونه یې نه اخلو. د غلمین له خلکوسره مو خبرې کړي دي او لارې چارې مو لټولي چې له دې وروسته هلته څه وکړو.

بله خبره دا چې له مرکز نه د یوه هییت د راتلو انتظار باسو؛ که څه هم ځینې کارونه مو کړي دي؛ په خپله خو رښتیا خبره دا ده چې موږ خپله د تعرض او حملې توان نه لرو."

افغان حکومت یو پلاوی ټاکلی و څو غور ته لاړ شي او د رخشانې د سنګسار د قضیې پوښتنه وکړی خو د غور د والي په خبره تر اوسه دا پلاوی غور ته نه دی ورغلی.

د رخشانې د سنګسار د قضیې په اړه افغان حکومت؛ ملي شورا او ګڼشمیر خلکو غبرګونونه ښودلي؛ خو تر اوسه پورې د هغې د سنګسار عاملین د غور د مرکز فیروز کوه په غلمین کې سرې سترګې ګرځي.

دا یواځې رخشانه نه ده چې وژل کیدو یې سخت غبرګونونه پارولي بلکې لسګونه داسې نورې افغان نجونې او ښځې د کورنیو تاوتریخوالو او ناسمو دودونو له امله د زورواکو له خوا محاکمه او وژل شوې دي.

راپور: صفي الله ستانکزی