په بلخ ولایت کې د سونګ موادو بیې لوړې شوي

د بلخ ولایت اوسېدونکي شکایت کې چې د ژمي د موسم په راتلو سره د سونګ توکو لکه تیل، ګاز، سکرو او وچو لرګیو بیې لوړې شوي دي؛ دوی له حکومت څخه غواړي چې ژر تر ژره یاده ستونزه حل کړي.

د ژمي رارسېدل، په شمال زون کې موجوده نا امني، په بلخ ولایت کې د تیلو د تصفیه خانو بندېدل او د حیرتان ښارګوټي له لارې د سونګ توکو د وراداتو کموالی سبب شوي چې په شمال زون په خانګړي توګه بلخ ولایت کې د سونګ توکو بیې لوړې شي.

بلخیان وايي چې له یوې میاشتې راهسې د یوه کلیو ګاز په نرخ کې له ۱۰ څخه تر ۱۵ افغانیو پورې لوړوالی راغلی او همدارنګه یو لیتر تېل نسبت پخوا ته ۱۰ افغانۍ لوړ خرڅیږي.

دوی وايي چې پخوا به په نړېوالو بازرانو کې د نفتي توکو د بیې لوړوالی سبب شو چې په هېواد کې هم د سونګ توکو بیې پورته شي؛ خو اوس مهال په نړوالو بازرونو کې د نفتي موادو بیې په نرومال حالت کې دي او برعکس په کور دننه د سونګ توکو بیې ۳۰ سلنه لوړې شوي دي.

د مزارشریف دو تنو ښاریانو یې په اړه ازادي راډیو ته داسې وویل:

"۱- خلک غریب دي، د یو کیلو ګازو د رانیولو وړتیا نه لري؛ ژمی په راتلو دی، نه پوهیزم چې څه وکړو، ماشومانو ته مې ډوډۍ پیدا کړم، که ګاز او تېل په ډېرو پیسو راونیسم، په هر لیټر تېل کې ۱۰ افغانۍ لوړوالی راغلی دی.

۲- زه د خپلو ماشومانو د نفقې د پیدا کولو توانایي نه لرم؛ ځکه هر څه قیمت شوي دي، اوس ژمی رارسیږي او قیمتونو به تر دې هم لوړ شي؛ دولت په نرخونو کنترول نه لري او په بهرنیو بازارونو کې د نفتي توکو قمیت نرومال دی؛ خو دلته ۳۰ سلنه لوړ پلورل کیږي."

همدارنګه د بلخ د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې په شمال زون کې موجوده نا امني سبب شوې ترڅو افغان سوداګر په کور دننه پانګونه و نه کړي.

دوی وایي چې د موجوده نا امنیو له امله په بلخ کې د نفتي توکو ۵ تصفیه خانې بندې شوي دي او فعالیت نه کوي چې له همدې امله سوداګر مجبور دي ترڅو له بهر څخه په لوړه بیه تصفیه شوي نفتي توکي او ګاز را وارد کړي او بیا یې په لوړ قیمت وپلوري.

په بلخ کې د سوداګرۍ خونې اجراییه مدیر نصیر احمد قاسمي یې په اړه آزادي راډیو ته داسې وویل:

"د امنیت نشتون سبب شوی چې سوداګر په افغانستان کې دننه خاصتاً په شمال زون کې پانګونه و نه کړي؛ دوی له بهر څخه په لوړه بیه تېل او نور د سونګ توکي راواردوي او له بلې خوا ژمی په راتلو دی؛ نو له همدې امله د سونګ توکو بیه لوړه شوې ده."

د بلخ ولایت اوسېدونکي وايي، که دولت په موقع سره یادې ستونزې ته رسیدګي و نه کړي او نرخونه ثابت و نه ساتي؛ د ژمي په رارسېدو او د واورې او باران په ورښتونو سره سم به د سونګ توکو بیې دوه برابر نورې هم لوړ شي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی