روحاني پر سپاه پاسداران د وروستیو نیونو په خاطر انتقاد وکړ

د ایران ولسمشر حسني روحاني د سپاه پاسداران انقلاب د استخباراتو د څانګې له لورې پر وروستیو نیولو انتقاد کړی دی.

داسې ښکارې چې د یوشمېر کسانو توقیف د نړۍ له پیاوړیو هېوادو سره په جولای کې د ایران د اټومي تړون پر ضد سخت غبرګون دی او یو شمېر افراطیان غواړي چې د راتلونکي کال په لومړیو کې تر انتخاباتو مخکې سیاسي اوضاع ګډه وډه کړي.

په ایران کې اصلاح طلبان هیلمن دي چې د پارلمان او خبره ګانو د شورا په انتخاباتو کې چې د فبروري په میاشت کې ترسره کېدونکي دي؛ ډيرې څوکۍ خپلې کړي.

په داسې حال کې چې روحاني او د هغه وزیرانو دا څرګنده کړې ده چې دوی له لویدیځ سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي؛ سخت دریځو په ښکاره ویلي دي چې د اټومي تړون نتیجه باید داسې نه وي چې د ایران اړیکې د امریکا له متحد ایالتونو سره نژدې شي.

د ایران ولسمشر تېره ورځ د کابینې غونډې ته وویل؛ موږ باید خلک له کوم دلیل پرته ونه نیسو او یا د هغوی پرضد دوسیې جوړې کړو او ووایو چې دوی د یوې شبکې غړي دي.

تر دې یوه ورځ مخکې د سپاه پاسداران انقلاب د استخباراتو څانګې یو بیان خپور کړ او په هغه کې یې د یوې شبکې د غړیو د نیولو خبر ورکړ چې دا شبکه د دښمنانو له حکومتونو سره ارتباط لري.

په بیان کې ویل شوي دي چې دا کسان له یوې میاشتې څارنې وروسته نیول شوې دي؛ خو په بیان کې د نیول شویو کسانو نومونه نه دې اخیستل شوي او سپاه پاسداران انقلاب ویلي دي چې دوی به په راتلونکې کې د نیول شویو کسانو په اړه نور معلومات خپاره کړي.

په تېرو درېیو ورځو کې لږ تر لږه څلور خبریالان او د ایران د فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال نیول شوي دي. همداراز د سپاه پاسداران انقلاب د استخباراتو له لورې د یو شمېر نورو کسانو د توقیفیدو او هغوی ته د خبرداري راپورونه هم خپاره شوې دي.

د "نزار ذکا" په نوم لبنانی چې د کمپیوټر متخصص دی او تهران ته په یوه کنفرانس کې د ګډون لپاره تللی وو؛ همداراز ایران الاصله امریکایی سوداګر "سیامک نمازي" چې تهران ته د خپلوانو د لیدو لپاره تللی و؛ په وروستیو اونیو کې نیول شوي دي.

دا کسان وروسته تر دې نیول شوي دي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت اله علي خامنه يي او یو شمېر نورو چارواکو پر واشنګتن تور پورې کړ چې هڅې کوي د ایران دننه نفوذ وکړي.

خامنه يي پر چارواکو غږ کړی دی چې له اټومي تړون راوروسته د امریکا د سیاسي او فرهنګي اغیزو مخه ونیسي او د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قوماندان محمد علي جعفري هم روانه اونۍ له اټومي تړون وروسته د فتنې د خپرېدو خبرداری ورکړ.