کاکړ: بې کیفیته غوړي د افغان ماشومانو د مړینې لامل دي

په روغتیایی چارو کې د جمهور رييس سلاکار وايي؛ په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې پنځوس فیصده لامل؛ خوارځواکي ده.

په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې پنځوس فیصده لامل؛ خوارځواکي په ګوته شوې او دا کچه په نورو بې وزلو هېوادونو کې د ماشومانو د مړینې د کچې په پرتله لوړه ده.

په روغتیايي چارو کې د جمهور ريیس سلاکار فیض اله کاکړ وايي؛ د بې وزلۍ ترڅنګ، هېواد ته د بې کیفیته غوړیو واردول بل لامل دی چې د هېواد ماشومان پر دغې خطرناکې ناروغۍ اخته کوي.

دی له میندوغواړي چې د اُمېندوارۍ په موده کې؛ د ماشوم خوړو ته جدي پام وکړي او د سوداګرۍ پر وزارت تاکید کوي چې د بې کیفیته نباتي غوړیو د واردولو مخه ونیسي:

فیض الله کاکړ وویل: "په افغانستان کې خوارځواکي د تقرییاً پنځوس فیصدو ماشومانو د مرګ سبب کیږي.

ښه خواړه، پروخت واکسین، پاکې اوبه، پاکوالی او روغتیایي معلومات ډېر ضروري او د ماشومانو په مړینه کې کموالی راوستلی شي او دا د روغتیا د وزارت دنده ده.

له بده مرغه زموږ خواړه په شدت سره د بدلون په حال کې دي."

ښاغلی کاکړ وايي، کوم غوړي چې په خالصه توګه له نباتاتو څخه ترلاسه کیږي؛ د ماشوم د حافظي او زړه له پیاوړتیا او سالمې جسمي وده سره مرسته کولی شي.

په عین حال کې په۲۰۱۳میلادي کال کې د یونیسف ارزیابي ښيي چې په افغانستان کې نهه فیصده میندې د ښه خوړو د نه موندلو له امله؛ په خوارځواکۍ اخته او څلوېښت فیصده یې؛ د اوسپنې د کموالي له امله، د مرګ له خطر سره مخ کیږي.

دغه ارزیابي ښيي چې افغانستان د نړۍ په هغو اوه دېرشو بېوزلو هېوادونو کې شمېرل کیږي چې اوسیدونکي یې له خوارکۍ او جسمي کمروزۍ څخه کړیږي.

په افغانستان کې د یونیسف د اداري استازي "ال. اېن. بالاجي" په دې هېواد کې د میندو او ماشومانو پرخوارځواکۍ اندېښنه وښوده او تاکید یې وکړ چې د یونیسف اداره به په دې برخه کې له افغانانو سره خپلې مرستې جاري وساتي:

ښاغلي بالاجي زیاته کړه: "موږ څنګه پوهیږو چې په زر ورځو کې ماشوم وڅارو او کوم کارونه وکړو؟

ضروري ده چې د ماشومانو د ښه خوړو، پروخت د شیدو ورکولو، د پاکو اوبو په کارولو او د ښه چاپیریال په ساتنه کورنۍ تشویق او یو له بل سره مرسته وکړو.

یونیسف به په دې برخه کې ستا سې ملاتړ وکړي؛ خو دا هڅه ګډه همکاري غواړي."

دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې؛ په لومړیو زرو ورځو کې د خوارځواکۍ پر وړاندې د مبارزې په یوه علمي سمپوزیم کې وشوې.

په کابل کې یو شمېر خصوصي پوهنتونونه د دې سمپوزیم کوربانه وو.

د غالب د خصوصي پوهنتون یوه مسوول علي احمد یوسفي وویل؛ د دې ناستې هدف د اُمېندوارو میندو پوهول دي چې ماشومانو ته د اُمېندوارۍ په موده او همدارنګه د ماشوم تر لویېدو پورې؛ ښه خواړه ورکړي.

سربېره پردې د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مهمند له خصوصي پوهنتونونو او رسنیو وغوښتل چې په دې برخه کې ځانګړې خپرونې وکړي.

راپور: خان محمد سیند