د وروستۍ زلزلې په اړه د نړېوالو ورځپاڼو تبصرې

نیویارک ټایمزپه افغانستان او پاکستان کې د دوشنبې د ورځې د زلزلې په هکله یو مطلب خپور کړی دی .

دغې امریکايي ورځپاڼې د افغانستان د حکومت د اجرایي رییس له قوله لیکلي چې دغه زلزله په تیرو څو لسیزو کې تر ټولو پیاوړې وه .

ښاغلي عبدالله ویلي دي چې د درنو تلفاتو رپوټونه ترلاسه شوي خو د تلفاتو او تاوانونو دقیقه شمېره معلومه نه ده او حکومت هلې ځلې کوي چې دقیق شمیر ترلاسه کړي.

نیویارک ټایمز لیکي چې د افغانستان حکومت د زلزلې زیانمنو خلکو ته د چټکو مرستو رسولو لپاره د لویو چارواکو بیړنۍ غونډه وکړه.

ورځپاڼه لیکي چې زلزلې د افغانستان مخابراتي سیسټم ډیر زیانمن کړ تر دې چې چارواکو ونه شو کړای چې د بېلابېلو سیمو څخه ژر دقیق معلومات ترلاسه کړي.

په داسې حال کې چې نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پرونۍ زلزلې په هکله یو مطلب خپور کړی ډیپلومات خپرونه لیکي چې طالبان د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یوې جزیرې کې ګیر پاته دي.

خپرونه لیکي چې د امو سیند دغې جزیرې ته د طالبانو په ننوتو سره ترکمنستان په هغه ګواښ سترګي نه شي چې پټولای چې سرحداتویې متوجه دی.

ډیپلومات د ازادي راډیو په حواله لیکي چې د افغان ځواکونو د فشار په نتیجه کې لسګونه طالبان د تیرې جمعې په ورځ د افغانستان او ترکمنستان د پولو په اوږدو کې یوې جزیرې ته وتښتیدل.

خپرونه لیکي چې ترکمنستان د طالبانو د رژیم په دوران کې له دوی سره روابط درلودل خو وروسته یې په افغانستان کې د امریکا او متحدینو ملاتړ وکړ.

ډیپلومات لیکي چې د خپلو پولو د ساتلو لپاره د ترکمنستان ستراتیژي وروسته له دې له ګواښ سره مخامخ شوه چې دغه هېواد ته د افغانستان له لوري د یاغیانو د ننوتلو اندیښنې رامنځ ته شوې.

بلې لویدیځ ورځپاڼې، وال سټریټ ژورنال لیکلي چې افغانستان د پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو لپاره روسیې ته مخ اړولی دی .

ورځپاڼه لیکي چې جمهورریس محمد اشرف غني له مسکوه غوښتي چې د افغانستان اردو ته درنې وسلې ، سپکې وسلې ، تجهیزات او هیلي کوپټرې ورکړي.

وال سټریټ ژورنال د افغان او روسیي چارواکو له قوله لیکي چې دغه غوښتنه وروسته له دې وشوه چې امریکا او متحدینویې له افغانستانه د خپلو ځواکونو زیاته برخه بهر کړه او خپلې مالي مرستي یې کمې کړې.

ورځپاڼه په کابل کې د روسیې دسفیر له قوله لیکي چې وايي، مسکو د افغانستان د دغې غوښتنې په هکله غور کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د کرملین نوې بهرنۍ پالیسي ځیني افغان سیاستوال هیله مند کړي چې روسیه به د یوه دوست او متحد په توګه د افغانستان سیاسي میدان ته داخله شي.

خو ځیني نورپه دې باور دي چې د تاریخ تجربو ته په کتنه په افغانستان کې مستقیمه مداخله به د روسیې ډیرو خلکو ته د منلو وړ نه وي.